کرزی: دخلکو له رضایت پرته به په کندهار کې عملیات ونه شي

 

کرزی: دخلکو له رضایت پرته به په کندهار کې عملیات ونه شي

 

د آزادی راديو

 

ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې، چې په افغانستان کې دنړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل هم ورسره و، پرون کندهار ته ولاړ او هلته یې دقومي مشرانو او مخورو په یوه لویه غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشرکرزي چې دکندهار دشاوخوا یونیم زرتنو مشرانو په غونډه کې خبرې کولې وویل: که چېرته د کندهار خلک ونه غواړي په دې ولایت کې پوځي عملیاتو ته به اجازه ورنه کړي.

ښاغلي کرزي یوځل بیا پر بهرنیانو له دې کبله انتقادونه وکړل چې دده په وینا دافغانستان په کورنیوچارو کې لاسوهنه کوي.افغان ولسمشر حامد کرزي کندهار ته په خپل پروني سفر کې یوځل بیا هڅه وکړه، چې خپل ځان له لویدیځو هېوادونو څخه مستقل وښيي. ده دکندهار قومي مشرانو ته په وینا کې وویل، چې افغانان نه غواړي ددوی مشران لاس پوڅي وي. په وروستیو څو ورځو کې دا لږترلږه درېیم ځل دی، چې افغان ولسمشر لویدیځ چې دده دحکومت ملاتړ کوي او په افغانستان کې پوځونه لري، دحکومت په چارو کې په لاسوهنه تورنوي. کندهار ته د ښاغلي کرزي سفر په داسې حال کې کېږي، چې ده دوه ځلې نورهم پر خپلو لویدیځو ملګرو، دافغانستان په چارو کې دلاسوهنې له کبله انتقادونه کړي دي.

ښاغلي کرزي دتېرې پنجشنبې په ورځ پر لویدیځ تور ولګاوه، چې دولسمشرۍ په انتخاباتو کې په درغلیو کې یې لاس درلود او هدف یې دا و، چې نه یې غوښتل دی په دې انتخاباتو کې بریالی شي. دده ددې څرګندونو په ځواب کې امریکايي چارواکو هم عکس العمل وښود او ویې ویل چې افغان ولسمشر باید په افغانستان کې دثبات دراوستو پر چاره ډېر تمرکز وکړي. دوه ورځې وروسته افغان ولسمشر یوځل بیا پر متحدوایالاتو تور ولګاوه، چې دافغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

ولسمشرکرزي دشنبې په ورځ دولسي جرګې دشاوخوا اویا غړو په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې که چېرته بهرنیان دافغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنو ته دوام ورکړي نو کېدای شي دطالبانو وسله وال پاڅون دیوه مشروع نهضت بڼه او حیثیت غوره کړي. کرزي په دې غونډه کې وویل، یوازینی دلیل، چې طالبان او نورې ډلې وسله وال مقاومت کوي دا دی، چې دوی ویني په افغانستان کې، ټولې پرېکړې بهرنیان کوي.

په کندهار کې په پرونۍ غونډه کې هم ښاغلي کرزي تقریباً هماغه خبرې تکرار کړې. ده په داسې حال کې چې دناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال سټېڼلي مک کرېسټل یې شاته دسټېج پرسر غلی ناست و، وویل، افغانستان به هله جوړ شي چې خلک یې باور ولري، چې د دوی ولسمشر خپلواک دی، هله چې خلک وویني چې حکومت یې یو خپلواک حکومت دی، نه لاس پوڅی.

ښاغلي کرزي طالبان مخاطب کړل ویې ویل، چې ده ځان له بهرنیانو څخه خپلواک کړی، نو په کار ده چې هغوی هم همداسې وکړي: افغان ولسمشر پر دولتي چارواکو غږ وکړ، چې بهرنیانو ته دې په خپلو چارو کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي. تېره اونۍ دامریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ او دراپورونو له مخې له افغان مشرانو سره په کتنه کې یې پر دوی فشار راووړ، چې د فساد پرضد مبارزه ګړندۍ کړي. افغانستان ته داوباما له سفر وروسته له سپینې ماڼۍ سره دده په اړیکو کې یو ناڅاپي کړکېچ رامینځ ته شو، چې د لفظي حملو په بڼه راڅرګند شو.

داوباما له ادارې سره دولسمشر کرزي په اړیکو کې دا کړکېچ په داسې حال کې رامینځ ته شوی، چې دامریکا پوځ په کندهار کې دسترو پوځي عملیاتو پلان لري. واشنګټن دا عملیات دمې دمیاشتې په پای کې هغه مهال، چې ټول پلان شوي اضافي سرتېري افغانستان ته ورسېږي، په پام کې لري، خو کرزي دکندهار دخلکو شورا ته په وینا کې ژمنه وکړه، چې دخلکو له رضایت پرته به دا عملیات ونه کړي او که خلک ونه غواړي دی به دې عملیاتو ته اجازه ورنه کړي.

ده وویل، بهرنیان په دې ورځو کې په کندهار کې دعملیاتو خبرې کوي، خو زه پوهېږم چې تاسو وارخطا یئ. ده دخلکو له لویې ډلې څخه پوښتنه وکړه، وارخطا یئ؟ ځینو په یو غږ ځواب ورکړ، هو یو. کرزي وویل، که تاسو نه یئ خوښ او که ددې عملیاتو له وجې وارخطا یئ، نو عملیات به ونشي. خو درویټرز خبري آژانس دراپور له مخې دناټو دعملیاتي چارو مشر امریکايي تورن جنرال "ویلیم مې ویلي" دښاغلي کرزي څرګندونې ډېرې جدي ونه بللې، ویې ویل، چې دافغان ولسمشر دسفر هدف دهمدې عملیاتو لپاره و.

نوموړي زیاته کړه، ښاغلي کرزي یوازې دا هڅه کوله، چې دکندهار دعملیاتو لپاره دخلکو ملاتړ ترلاسه کړي. جنرال مې ویلي وویل، مهمه دا نه ده چې موږ څه فکر کوو، بلکې مهمه دا ده چې دکندهار دمخورو لویه ډله څه فکر کوي. ده زیاته کړه، کرزي خلکو ته وروښوده، چې دی دپوځي چارو مشري کوي او دا ښه خبره ده. دې امریکايي جنرال وویل، دعملیاتو لپاره دخلکو ملاتړ حتمي دی.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *