د سیاف (پاپ) نوادر؟ — سلیم نوري

 

د سیاف (پاپ) نوادر؟

 

لیکوال: سلیم نوري

 

کله چې الله جل جلاله چا ته په قهر شي نو داسلام او مسلمانانو مقابلې ته یې تیار کړي، دا چې کفر او کفار داسلام او مسلمانانو مقابله کوي، جګړې ورسره کوي، دا خو یو واضح حقیقت دی، مګر دا چې داسلام او مسلمان په نامه، داسلام او مسلمان په جامه کې یو کس را پورته شي، دکفر په څنګ کې ودرېږي، دکفر ملاتړ کوي، هغه څوک چې دکفر او کفارو او دهغوی د ملګرو مقابله کوي، په سر او مال یې دله منځه وړلو هڅې کوي، دی دهغوی دله منځه وړلو فتواوې ورکوي! هغه آیتونه چې دکفر او کفارو په اړه راغلي هغه تحریفوي او دجهاد او مجاهدینو په ضد یې کاروي، دا رنګه خلک باید په هغه نامه یاد شي په کوم چې دکفر او کفارو مفتیان یا دېږي، ځکه خو زه دلته دا ځل دسیاف لپاره دپاپ لقب مناسب بولم.

داسلام ستر او ویاړلی پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: (…إِذَا لَمْ تَسْتَحِى فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ) رواه البخاري.

كله دې چې حیا ونه کړه، بیا نو دې چې څه خوښه شوه کوه یې! په رښتیا هم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حق او حقیقت ویلی دی، هسې خو دهر مسلمان دالله جل جلاله او درسول الله صلی الله علیه وسلم پر هر قول باور او ایمان وي، مګر کله کله چې سړی په خپل ورځني ژوند کې ځينې ژوندۍ صحنې او واقعیتونه په خپلو سترګو وویني نو دالله جل جلاله او درسول ا لله صلی الله علیه وسلم پر اقوالو یې نور هم ایمان کلک، او دقرآن کریم او احادیثو عظمت او حقانیت دسړي په زړه کې نور هم پسې ټینګ ځای ونیسي.

 دغه لنډ څو ورځې مخکې عبد الرسول ( پاپ ) په کابل کې په یوه غونډه کې مجاهدینو ته سخت په غوسه وو، تر دې چې دهغوی دپښو او لاسونو دغوڅولو او په دار ځړولو سندرې یې ویلې، او ګډونوالو یې سندرې په چکچکو بدرګه کولې، ځکه اوس دغربي ناشولته دیموکراسۍ له برکته هر ځای دسندرو او چکچکو بازار ګرم دی.

 عبد الرسول پاپ دومره سپین سترګي کوي، دومره بې شرموي کوي چې له الله جل جلاله او له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه خو نه شرمېږي، له خپل ناولي وجدان او ویده ضمیر نه خو نه شرمېږي، آن له خلکو او نړۍ نه هم نه شرمېږي، دنوموړي په سترګو کې شرم په چرم بدل شوی، دکفر په غېږ کې یې سترګې داسې سپینې شوې دي چې په هېڅ بند او واز نه دی، په هېڅ شي نه شرمېږي، ځکه خو یې نوادرو ته بډې وهلې دي.

 ښاغلي پاپ ډېر نادرې وکولې، یوه يې دا چې هغه آیت شریف چې په شپږمه پاره دالمائدة په سورت کې دقطاع الطرق په اړه راغلی هغه یې پر مجاهدینو تطبیقولو الله جل جلاله فرمايي: ( إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآَخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ (33) المائدة سورت.

ترجمه: خبره دا ده بله نه ده، دهغو کسانو سزا چې له الله او پیغمبر سره یې جګړه کوي، په ځکمه کې دفساد خپرولو هڅې کوي، دا ده چې ښه ووژل شي، او یا ښه په دار شي، او یا یې ښي لاسونه چپې پښې او یا چپ لاسونه او ښۍ پښې ښې غوڅې شي، او یا له دغه سیمې نه وشړل شي، دا ددوی لپاره ددنیا سپکاوی دی، او په آخرت کې ددوی لپاره لوی عذب دی.

   دغه آیت کریمه دهغه چا په اړه راغلی چې لارې شکوې، دخلکو په سر، مال او آبرو تیری کوي، او له همدې لارې خپل جیبونه ډکوي، لکه دپاپ او دده د دیرې دملګرو، لنډغرو پاټکیانو به چې داویایمې کلیزې په لومړیو کې کول، هماغه وو چې الله جل جلاله طالبان ور پسې راپورته کړل، او ددوی دظلم او وحشت ټغر یې ور ټول او ولس يې ترېنه بې غمه کړ، نه دهغه چا په اړه چې هغوی دکافر یرغلګر په مقابل کې وسله را پورته کړي وي، دخپل دین  دسرلوړۍ لپاره قربانۍ ورکوي.

اوس هم که وګورو را ته څرګندېږي چې غلاوې او شوکمارۍ څوک کوي؟ درغلۍ او رشوتونه څوک اخلي، په نړیواله کچه په فساد، غلا او درغلۍ کې چا نړیوال ریکاډ قایم کړ؟ همدا اوس دهېواد په ګڼو ښارونو کې فسق، فساد او فحشا چا رایجه کړې؟ څوک کار ورته کوي؟ او څوک یې کوي؟ دخلکو په کورونو څوک دشپې چاپې وهي؟ زندانونو ته خلک څوک اچوي؟ په لارو کې له موټرو او سورلیو نه پیسې څوک اخلي؟ دخلکو او دولتي ځمکې څوک غصبوي؟ همدا خپله پاپ په پغمان او ارغندۍ کې څومره ځمکې لاندې کړې؟ آیا دا ټول جنایتونه دپاپ لنډغر، ملګري او دوستان نه کوي؟

بله نادره ېې دا وکوله چې دامریکایانو، انګریزانو، فرانسویانو، جرمنیانو او نور خوګ او خرس په لاس دجوړ شوي امریکايي، انګریزي، فرانسوي، جرمني او… ګوډاګي حکومت په مقابل کې جهاد کول یې له الله او رسول  سره جګړه وبلله!! سړی په دې کې اوس حیران شي چې دپاپ رب او رسول څوک دي؟ ځکه مجاهدین خو دامریکایانو او نورو ناټویانو په مقابل کې جګړه کوي، او پاپ وايي چې مجاهدین له الله او رسول سره جګړه کوي!! که دی وايي چې مجاهدین له کرزیانو او پاپانو سره هم جنګېږي نو په دې خو ټوله نړۍ او ټول ولس بلکې خپله پاپ هم ښه پوهېږي چې کرزیان او پاپیان خو همدغه کفارو راوستل، که کفار نه وای نه به کرزیان و او نه به پاپان!  په حقیقت کې کرزیان او پاپیان دقرآن کریم په دې آيت سره د کفارو په صف کې ولاړ او دهغوی له ډلې نه دي، چې وايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) د المائدة سورت.

ترجمه:  اې هغو کسانو چې ایمان یې راوړی، یهود او نصاری په دوستۍ سره مه نیسۍ، ځینې ددوی دځینو نورو دوستان دي، یعني ستاسو دوستان نه شي کېدای، او که له تاسو نه چا له دوی سره دوستي وکوله نو هغه دهمغوی له ډلې نه دی، او الله جل جلاله ظالمانو ته هدایت نه کوي.

  دا دي ټول شپه او ورځ دهمدغه ګوډاګۍ ادارې له مزدورو چارواکو نه په خپلو غوږونو اوري چې وايي امریکایان زمونږ دوستان دي! سړی نه پوهېږي چې پاپ به ددې آیت په اړه څه وايي؟ ځه پاپیه! په دې آیت شریف کې  هم یو څه تحریف وکړه، چې یو څو ډالر تر لاسه کړې، اوس خو دې هسې دقرآن تحریف ته ملا تړلې ده.

 دپاپ بله نادره دا وه چې ویل یې یو څو فدايي مجاهدین دکابل په دروازو کې را ځړوند کړۍ، نور به بیا داسې نه کوي!! نداف دلته دومره له عقل نه لاس وینځلي چې په دې هم نه پوهېږي چې دغه فدایان خو دهمدې لپاره راځي چې دالله جل جلاله په لاره کې شهیدان شي، دالله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم دښمنان دجهنم کندو ته واستوي، هغه څوک چې مرګ ته په خندا ورځي، له مرګ سره غېږې کیباسي آیا بیا په مرګ دهغوی یرېول معقول او منطقي خبره ده؟

  پاپ اصلا ځان ته فکر کړی، ده ګومان کړی چې لکه څه رنګه چې زه له مرګ نه یرېږم، او دهمدې مرګ له یرې مې ځان دامریکې په غېږ کې واچولو مجاهدین به هم له مرګ نه همداسې یرېږي! مګر  دسویې په خوب ویده پاپ خبر نه دی چېدحضرت خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه پوځیان مرګ ته دومره خوشحالېږي لکه پاپ او دپاپ دوستان چې ژوند ته خوشحالېږي، ولو که دمریتوب او غلامۍ ژوند وي هم، خو چې ژوند وي!

 دا خو د نداف خان دتېرې غونډې دډانډس وهلو یو څو نادرې وې، دا دي نن یې یو ځل بیا په کابل کې په یوه بله غونډه کې ډانډس ووهلو، نوموړي دا ځل دخپل مشهور عادت له مخې چې منافقت دی، دخپل ډانډس تارونه یو ښورولي وو، او بل رنګه ساز يې کولو.

  پاپ چې په درواغو کې پروفیسور دی، او دحقایقو په تحریف کې خاص مهارت لري، دا ځل یې وویل چې په ده پسې رد او بد ویل شوي، دده دمعقولو او علمي!! بلکې بې نامعقولو اوجاهلانه خبرو ځواب په سپکو سپورو ور کړ شوی!! او دی غواړي چې دده دملغلرو په مقابل کې څوک بې ادبي ونه کوي!

زه له  عبد الرسول نه پوښتنه کوم چې ستا په څېر نور هم ډېر دامریکا په غېږ  کې پراته دي، دامریکې سينې روي! په هغوی پسې ولې خلک سپکې سپورې نه وايي چې په تا پسې یې وايي؟ ځکه چې هغوی له کفارو او ملګرو سره یې جهاد کولو ته له الله او رسول سره جګړه کول نه وايي! او ته ورته وايي، له همدې کبله ته دهمدغو القابو لایق او وړ یې، لکه څه رنګه چې دقریشو په ګڼو مشرکینو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې ابو جهل ددې امت فرعون بللی دی، سره له دې چې داسلام مقابله ګڼ شمیر مشرکینو کوله، همدا رنګه ته دوحشي امریکایانو جاهل او احمق پروفیسور یې! بلکې ته د بني اسرائیلو په څېر دمسلمانانو بلعم باعورا یې!

 دا چې ته دکفر په صف کې ولاړ یې ، الله جل جلاله دې په زړه او غوږونو مهر لګولی، په سترګو یې دې تورې پردې را خورې کړې دي، پرته له ډالر نه بل څه نه ویني، پرته د ډالر له نامه بل څه نه اورې، پرته د ډالر له مینې بله مینه دې زړه ته نه ننوزي، تا دا ځل چې ډانډس وهلو ودې ویل چې علمي ځواب در کړل شي، جناب پاپ! یا خو ته خپله مطبوعات نه تعقیبوې، ستا په څېر کوم بل دې ورته کینولی، هغه چې څه درته وايي، همغه منې او بس، او یا دا چې ته دځان په اړه یوازې سپکې سپورې لولې، هغه علمي بحثونه چې دقرآن کریم، مبارکو احادیثو، او دفقهایي کرامو دآراوو په رڼا کې کېږي او په نیټ کې خپرېږي، هغه یا نه ګورې او یا ځان پرې کوڼ او ړوند ښيې، لکه کوڼ او ړوند چې يې.

  زه خپله دا دي دا څه وخت د احمد ضیا بریالي په نامه دکوم ورور لیکنې لولم، هغه ستا دټرتو پرتو په مقابل کې دومره مدلل او مستدل بحث روان کړی چې کېدای شي ته به خپله هم ورته حیران وې، ته که په رښتیا جاهل او له عقل نه خلاص نه وې، نو خپل سر په ګرېوان کړه، حق ته حق او باطل ته باطل ووایه، زه فکر کوم چې الله جل جلاله به ددې توفیق در نه کړي، ځکه چې ته دکفر په صف کې ولاړ یې، تر څو چې دکفر له صف څخه نه وې راوتلی، حق ته درسېدو هوډ او اراده دې نه وي کړې تر هغه الله جل جلاله هدایت نه درته کوي، ځکه الله هغه چا ته هدایت کوي چې هغه دهدایت او حق ته رسېدو اراده ولري، نه هغه چا ته چې هغه د ډالرو له لپاره دهیلارې کلنټن لکۍ ټینګه نیولې وي!

  تا هغه حدیث شریف چې دانتحار په اړه راغلی هغه دې را اخیستی او پر استشهاد یې تطبیقوي، ته اصلا داستشهاد د ناروا والي په اړه بالکل یو دلیل هم نه لرې، حدیث څه چې دکوم وتلي فقیه نظر هم نه لرې، دا چې ستا د دلیل په مقابل کې څوک دلیل ووايي دا خو بالکل له موضوع سره اړخ نه لګوي، ځکه ته مکې ته د ترکستان په لاره روان یې، ته که مکې ته ځې نو دمکې په لاره روان شه، ته چې استشهادي بریدونو ته ناروا وايې نو ته داستشهادي بریدونو دناروا والي په اړه دلیل راوړه، نه دانتحار په اړه، انتحار ته ټول انسانیت ناروا وايي، یوازې مسلمانان نه بلکې مطلق انسان انتحار ته روا نه وايي، انتحار ستا دوستان ( امریکایان او… ) کوي.

    مشکل دلته دی چې تا تورې امریکايي عینکې په سترګو کړې هر څه تور در ته ښکاري، داستشهاد او انتحار توپیر نه شې کولی، یا یې ښه کولی شي مګر هسې دخپلې کعبې ( سپینې ماڼۍ ) دمنجورانو دخوشحالولو لپاره بې ځایه دمسلمانانو دتېر ایستلو ګېدړانه هڅې کوې ! مسلمانان اوس تا ډېر ښه پېژني، نور یې نشې تېر ایستلی همغه تېر ځل دې چې ځان د مېږې په پوست کې پټ کړی و او په حقیقت کې سور لیوه وې، همغه دې بس و.

   هغه تېر ځل خو یې ویل چې مجاهدین تر هغه پورې وټکوئ تر څو چې هغوی خپله سولې ته غاړه کېږدي بیا به سوله ور سره وکوو، او هغه یې هم دنادراتو نادره وه، هغه آیت شریف چې په لسمه پاره دانفال په سورت کې راغلی په هغه کې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وايي چې که کفارو سولې ته میلان وښود نو ته هم سولې ته میلان وښیه، آیت کریمه داسې دی: (وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا… ) دالأنفال سورت, 61 أيت.

مګر پاپ دغه آیت شریف دخپلو دوستانو ( نیواکګرو  ) دخوشحالولو او ډالر بچت کولو لپاره سر چپه معنی کړ، دکفر صف ته یې هغه خبره وکړه کومه چې الله جل جلاله داسلام صف ته کړې وه، او داسلام صف ته یې هغه خبره وکړه چې الله جل جلاله دکفر صف ته کړې وه، په حقیقت کې پاپ له الله او رسول سره جګړه پیل کړې ده، نه مجاهدینو، ځکه مجاهدین خو دالله او درسول دښمنان وژني، او پاپ دالله او درسول ددښمنانو په ګټه فتواوې ورکوي! اوس دې خپله لوستونکي قضاوت وکړي چې له الله او رسول سره چا جګړه پیل کړې ده.

    پاپ دا ځل بله دا نادره وکوله هغه دا چې له اسلامي امت نه یې وغوښتل چې دښکیلو لوریو تر منځ سوله وکوي، او هغه آیت شریف چې په شپږ ویشتمه پاره دالحجرات په سورت کې راغلی، او وايي چې هر کله د دوه مؤمنو ډلو تر منځ جګړه شوه ، نو تاسو ( نور مسلمانان  یې تر منځ سوله وکوئ، که یوې پر بلې ظلم کولو نو بیا دظالمې ډلې په مقابل کې له هغه بلې برحقې ډلې سره ودریږي، تر څو چې هغه حق ته غاړه کېږدي، نو بیا یې تر منځ په عدل او انصاف سره سوله وکوئ؛ ځکه چې الله جل جلاله انصاف کوونکي خوښوي.

( وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (9) الحجرات سورت.

مګر پاپ دلته دا آيت شریف داسې سر چپه معنی کړ چې لومړی خو یې د امریکایانو، انګریزانو، فرانسویانو  جرمنیانو او… ته داسلامي ډلې په سترګه وکتل، او بیا یې مجاهدین ملامت وبلل، او له اسلامي امت نه یې وغوښتل چې راشئ دکفارو  او دهغوی دملګرو دمرستې په خاطر مجاهدین محکوم کړئ!! په حقیقت پاپ بالکل لیونی شوی، دغه لس کاله لا ونه پوهېد چې مسلمان ولسونه او په عام ډول اسلامي امت دچا په طرف کې ولاړ دی؟ دچا ملاتړ کوي؟ دچا په مقابل کې جنګېږي؟

 پاپ یوه بله نادره دا وکوله چې ګواکي طالبان دپاکستان په اشاره او دهغوی په فتوی دکفر او اشغال په مقابل کې جنګېږي، نوموړي دلته بیا طالبانو ته دځان ګومان کړی، دی ګومان کوي چې لکه زه چې دروس په مقابل کې دجهاد پر مهال دپاکستاني جنرالانو له خوا حمایه کېدم، وسلې یې را کولې، پیسې یې را کولې، کیمپونه یې را کول، دال او وريجې یې را کولې، شپه او ورځ به دآی اس آی په ګرمه او پسته غېږ کې پروت وم، طالبان به هم همداسې وي، مګر نه جناب پاپ! کیسه داسې نه ده، دا ته او ستا ملګري وئ چې دولس دشهیدانو پاکې وینې مو خرڅې کړې! دولس دکونډو او یتیمانو په مظلومو اوښکو مو خپل خېرن بوټان پاک کړل! په اسلام او جهاد مو تجارت وکړ! ځکه خو الله جل جلاله داسې رسوا کړې چې اوس دکفر په صف کې ولاړ يې!

تا خو دشیعه ګانو په وژلو الله ته ځان ور لنډولو  عربانو ته به دې ویل چې: ( أتقرب بقتلهم إلى الله؟؟!!) ددې لپاره چې یو څو ریاله جیب ته واچوې دشیعه ګانو مرګ دې روا بللو، لومړی کس چې دسنیانو او شیعه ګانو تر منځ یې داور لمبې بلې کړې همدا ته لیونی پاپ وې! ستا دجهالت او حماقت له وجې دسنیانو په سرونو کې میخونه ټکوهل شول، دسنیانو دښځو سینې پرې شوې! رقص مرده ایجاد او رواج شو! دزرهاوو پیغلو او میرمنو عفتونه لوټ شول!  او نن بیا دشیعه ګانو مشر داسلام برج بولې! تو لعنت دې په دې فکر او نظر شه! څومره لویدلی او پریوتی انسان یې!! 

  زما آخري خبره پاپ ته دا ده چې نور بس کړه، دهغو نورو ډالر خورو په څېر غلی کېنه، نور ځان مه سپکوه، دخپل آخرت پېټی تر دې نور زیات مه درنوه، دالله جل جلاله او درسول الله صلی الله علیه وسلم له دښمنۍ نه لاس واخله، قرآن کریم او احادیث شریف غلط او سرچپه مه معنا کوه، که نه الله به دې داسې وشرموي لکه بلعم باعورا یې چې وشرمولو، ژبه به دې له خولې را ووزي پر سینه به دې پرته وي، ساه به دې نه خېژي، د خلکو لپاره به داسې عبرت شې لکه فرعون، زه په پوره یقین او باور درته وایم چې که دې توبه ونه ایسته نو دهمداسې یو شرمېدلي، رسوا او ذلیل برخلیک په تمه اوسه، لکه په ژوند کې چې سپک او ذلیل یې مرګ به دې هم همداسې له ذلت او سپکاوي نه ډک وي.

ته به فکر کوې چې مسلمانان اوس هم تا ته په هغه مخکني نظر ګوري؟ که دا ګومان کوې نو یقینا چې لیونی شوی یې، جناب پاپ! تاته مسلمانان نن ورځ دپاپ په نظر ګوري، تا ته دیهودو او نصاراوو دملګري او مرستندوی په نظر ګوري، تا دکفر په صف کې ولاړ ویني، ته که فتواوې ورکوې نو لومړی دکفر دغلامۍ پړی له غاړې وباسه، سپېنې ماڼۍ ته سجده کول پرېږده، توبه وباسه دمسلمانانو صف ته راشه بیا که فتواوې ورکوې ور کوه یې، مګر اوس دې څوک دفتوی اهل نه بولي. 

لیکوال: سلیم نوري

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *