د لوى اختر په مناسبت د ورور حکمتیار پيغام — احمد طارق فیض

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د لوى اختر په مناسبت د ورور حکمتیار پيغام

 

فَاصبرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ‏ *  هود:49

 

لیږونکی: احمد طارق فیض

 

گرانو هېوادوالو!

وروڼو خويندو!         السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى زموږ هېواد د پرديو له سلطې آزاد كړي، زمونږ مظلوم او دردېدلى ولس له روان دردناك حالت وژغوري، او موږ ته دا سعادت راپه برخه كړي چي راتلونكي اخترونه په خپلواك او آزاد افغانستان كي او په داسي حال كي ولمانځو چي د هېواد په گوټ گوټ كي د اسلام شين بيرغ رپانده وي، ټول اشغالگر ځواكونه له هېواده وتلي وي، جگړه د تل لپاره پاى ته رسېدلې وي او اقتدار د داسي صالح حكومت په واك كي وي چي چارواكي ئې رښتيني مؤمنان وي، له الله وېرېږي او پر مظلومانو ترحم لري.

وروڼو خويندو!

له دې فرصته په استفادې سره د هېواد د مهمو قضاياوو په اړه څو عرايض لرم:

الحمد لله چي د صليبي ځواكونو په ضد د مؤمنو مجاهدينو مقاومت د وروستۍ بريا پړاو ته نږدې شوى، امريكايي يرغلگر له ماتي سره مخامخ شوي او د وتلو په حال كي دي، د ناټو مغرور فوځي ځواك په خپلي حتمي ماتي پوه شوى، د جگړي له دوام او گټلو ځان عاجز ويني، ځينو ئې په يوه اړخيز ډول پرېكړه كړې چي په راتلونكي كال كي به خپل فوځونه باسي، نور هم ورپسې دي او همداسي پرېكړي ته ځان اړ گڼي، د افغانستان جگړي غربي هېوادونه له سياسي، اجتماعي او اقتصادي پلوه له داسي سترو سترو ستونزو سره مخامخ كړي چي له حل ئې عاجز دي، له يوې خوا  شديد اقتصادي بحران، له بل لوري د جنگ د دوام په ضد د ولسونو جدي مخالفتونه، او له بلي خوا د پانگوال نظام په ضد ورځ په ورځ زياتېدونكى مخالفت هغه ستونزي دي چي په افغانستان كي د جگړي دوام ئې ورته گران كړى.

وروڼو خويندو!

دې ته مو بايد پام وي چي امريكا غواړي د ناټو ځواكونو له وتلو وروسته جگړه دوام وكړي، مجاهدين بايد له يوې نوې مرحلې سره د مخامخېدو لپاره چمتو وي او خپله جنگي سټراټيژي داسي عياره كړي چي د نويو گواښونو مقابله وكړى شي.

مجاهدين بايد دې ته متوجه وي چي افغانان او ټول اسلامي امت يو ستر جنگ په مخكي لري، ټول كفري ځواكونه يو ځاى شوي او د اسلامي امت په ضد ئې داسي ستره جگړه پيل كړې چي له هره پلوه تر مخكنۍ صليبي جگړي ډېره پراخه او ستره ده، په دې جنگ كي د صليبي ځواكونو تر مشرۍ لاندي د اسلام ټول دښمنان راغونډ شوي، پر افغانستان او عراق بريدونه او نوري جگړي د يوې خبيثي منصوبې او د همدې ستري جگړي برخي دي. د اسلامي امت ټولو مجاهدينو ته په كار ده چي حوصلې مضبوطي وساتي، خپل صفوف لازيات منظم او متحد كړي، يو بل ته د يووالي او ورورۍ لاس وركړي، بايد ډاډه او مطمئن وي چي قدير خداى به د شيطان پر لښكرو دوى ته برى وركوي، صليبي ځواكونه به هرومرو له ماتي سره مخامخ كېږي، خو مجاهدين بايد سره له دې د اوږده او سخت جنگ لپاره چمتو وي، هيڅوك دي دا گمان نه كوي چي د دغو ځواكونو له ماتي او وتلو پرته صلح راتلى شي.

مونږ ټولو افغانانو مخصوصاً هغو ته چي د هېواد خپلواكي، د جگړي پاى، د تلپاته صلحي او امنيت تأمين  او په خپلواك افغانستان كي د ولس د خوښي اسلامي حكومت غواړي بلنه وركوو چي راشئ له دې بحرانه د هېواد د ايستلو لپاره يو بل ته د ورورۍ لاس وركړو، افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ كور وگڼو، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، داسي سرلوړى او خپلواك افغانستان جوړ كړو چي د نړۍ هيڅ ځواك هغه ته په كږو او خيرنو سترگو د كتلو جسارت ونه كړي، له نورو سره د سيالۍ جوگه وي او هيچا ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي.

په دې كي هيڅ شك نشته چي هېواد په سخت بحراني حالت كي دئ، وضعيت د 1370 لسيزي ته ورته دئ، هغو شپو ورځو ته چي شوروي اتحاد په افغانستان كي له ماتي وروسته له كورنيو ستونزو سره مخامخ شو، د افغانستان د جنگ مصارف ئې نور نشو تحمل كولى، واشنگټن د مجاهدينو په لاس د اسلامي حكومت له جوړېدو وېرېدو، دواړه په دې سلا شوي وو چي اقتدار د دوى د خوښي يوه ائتلافي حكومت ته وسپارل شي، د نجيب حكومت شړېدلى وو، له شديد داخلي اختلاف سره مخامخ وو، ځينو كمعقلو او حريصو مسكو پلوو كمونيستانو گمان كولو چي كېدى شي د مجاهدينو له ځينو ډلو سره د ائتلاف له لاري په قدرت كي پاته شي، ځينو ئې لا داسي انگېرله چي كېدى شي ببرك راولي او د كومي كودتا له لاري نجيب په ببرك تعويض كړي، هغه ئې مزار ته راانتقال كړ، گاونډيانو خپل مصلحت د افغانانو تر منځ كورني جنگ كي لټولو، دوى هم تر مسكو او واشنگټن زيات له دې وېرېدل چي په كابل كي د مجاهدينو ځواكمن حكومت جوړ شي، متأسفانه ځيني د دې توطئې ښكار شول، د كورنۍ جگړي د اور سون ترې جوړ شو، د دې پر ځاى چي د بحران د حل له هغي معقولي طرحي سره ئې توافق كړى وى چي د حزب اسلامي له لوري وړاندي شوه، دا ئي وى چي قدرت يوه موقت حكومت ته انتقال شي او بيا آزاد او عادلانه انتخابات تر سره او همدا د اقتدار د انتقال يوازينۍ لار منل شوې وى؛ د ناروا پټو سازشونو او د پرديو په مرسته په قدرت كي د ابقاء او رسېدو لار ئې غوره كړه او هېواد ئې له تاريخي فاجعې سره مخامخ كړ!! 

اوس حالت كټ مټ همغسي دئ، امريكايان او موئتلفين ئې له جگړي ستړي شوي، تر دې زيات نه د رواني جگړي ځاني تلفات زغملى شي او نه د جنگ ملاماتوونكي لگښتونه، له وتلو پرته بله چاره نه لري، ډېر ئې د واشنگټن د سرزورۍ له كبله مجبور شول تر 2014 د پاته كېدو ژمنه وكړي، خو يقيناً چي ډير به ئې تر دې وړاندي وځي، نه د دې امكان شته چي د دوى ځواكونه تر 2014 وروسته هم پاته شي او نه د دې چي هر كال به څلور مليارډه ډالر د كابل حكومت ته وركوي!! دوى د كابل حكومت له بقاء په بشپړه توگه ناهيلي شوي، بديل هم ورته نه لري، بريتانيا او د امريكا ځيني ځواكمني كړۍ د افغانستان تجزيه د حل لار گڼي، ځيني غواړي بېرته همغه د 1990م لسيزي حالت رامنځته كړي، كورنۍ جگړي ته لار آوار او ايران، پاكستان، هند او روسيه په جگړي كي ښكېل كړي، ځيني داخلي كړۍ هم دې ته چمتو برېښي چي يو ځل بيا همغه كار وكړي چي مخكي ئې وكړ!! متأسفانه دوى له مخكنيو ترخو تجربو پند نه دئ اخيستى!! حقيقت دا دئ چي دولت شړېدلى، واكمنو خپل حيثيت او اعتبار په بشپړه توگه له لاسه وركړى، د شديد داخلي اختلافاتو ښكار شوي، ناهيلي او پرېشان دي، بهرني ځواكونه ناكام شوي، حالت ورځ تر بلي د لازيات خرابېدو په لوري روان دئ، ښايي تر  2014 كال وروسته له داسي پېښو سره مخامخ شو چي هيڅوك ئې انتظار نه لري.

موږ دغه حساس حالت ته په پام سره ټولو مجاهدينو او د هېواد هغو كړيو او شخصيتونو ته چي پر ملت زړه سوى لري، قضايا مسئولانه څېړي، له بحران د وتلو لاري لټوي او غواړي په دې اړه اغېزمنه ونډه ولري څو عرائض لرو:  

راشئ د بحران لپاره كورنۍ حل لاره ولټوو، د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني تفاهم له لاري بحران حل كړو.

ټول بايد دا د يوه مسلم حقيقت په توگه ومني چي د بهرنيو ځواكونو حضور د جنگ له دوام پرته بله معنى او نتيجه نه لري، پاته كېدا ئې نه ممكن برېښي، نه ئې افغانان مني او نه كومه ستونزه حل كولى شي، كه كوم سرزورى وغواړي پاته شي نو پايله به ئې له دې پرته بل څه نه وي چي څه موده نور به هم جنگ دوام وكړي، خو وضعيت داسي برېښي چي ښايي ډېر به ئې تر 2014 وړاندي ووځي. كوم ناافغانان چي د بهرنيو ځواكونو پر پاته كېدا او د جگړي پر دوام ټينگار كوي، بايد پوه شي چي دا له ذلت ډك دريځ به له سپكاوي پرته بل څه ورپه برخه نه كړي، دا ځواكونه نه د دوى په غوښتنه پاته كېږي او نه وځي، د خپلو استعماري گټو حرص راوستي او د مجاهدينو مقاومت وتلو ته اړ كړي. 

هغه به ډېر ناپوه او ساده وي چي گمان وكړي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به دا نظام دوام وكړي، له سختو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ غربي هېوادونه به ډالر ورته رالېږي، دا خامه طمع ده، هغه به ئې په خپل سر كي ساتي چي د ناټو حضور د دوى لمنه له سرو او سپينو زر ډكه كړې.

له دې سره توافق وكړو چي بهرني ځواكونه دي تر 2014 پوري په بشپړه توگه ووځي،

امنيتي ځواكونه دي په اوسني حال او تركيب پاته شي، د هر يوه (اردو، پوليس او ملي امنيت) لپاره دي داسي مقتدره او باصلاحيته مشرتابه شورى جوړه شي چي دې ځواكونو ته ملي بڼه وركړي، د كومي ډلي، قوم او سمت په گټه ونه كارول شي، په بشپړه توگه د دولت تر سيطرې او ادارې لاندي وي، په مشرتابه شورى كي ئې داسي څوك نه وي چي د يوې ډلي په گټه او د بلي په ضد جنگېدلى وي. قومي تناسب په كي مراعات شي، هغه كسان بايد له حساسو امنيتي موقعيتونو لري شي چي هم ئې په جنگ كي د روسانو ملگرتيا كړې او هم د ناټو او اوس هم د ناټو د حضور دوام غواړي.

جگړه په ټول هېواد كي متوقفه شي، كه څوك د پرديو په لمسون د جگړي د دوام تكل كوي نو ټول په گډه د هغه د اقناع هڅه وكړو او له جگړي لاس اخيستو ته ئې چمتو كړو، كه قانع نشو نو له ملت وغوښتل شي چي د ملي پاڅون له لاري ستونزه حل كړي، دا يو حقيقت دئ چي هيڅوك د ملت مخي ته نشي تم كېدى، كه ملت له نظام مطمئن شي نو په خپله او د پرديو له هر راز مرستي پرته امنيت راوستى شي.

په حكومت كي داسي تبديلي راشي چي ټولو ته د منلو وړ شي، د دولت حاكميت بايد پر ټول هېواد تأمين شي. په هيڅ ولايت كي بايد شخصي، غيردولتي او حزبي واكمني نه وي، د هيڅ ولايت والي، امنيه قومندان، د اردو د قطعاتو قومندانان او د ملي امنيت د رياست مسئول بايد د اړوند ولايت هستوگن نه وي.

د 2014 كال په لومړيو شپږو مياشتو كي دي عادلانه او شفاف انتخابات ترسره شي، دا انتخابات بايد د جمهوري رياست، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو لپاره يو ځل او هممهال او د متناسب تمثيل پر بنسټ وي، رأيه بايد احزابو او د دوى له لوري اعلان شوي نوم لړ او تگلاري ته وركړى شي، د انتخاباتو اوسنۍ طريقه ډېره ناسمه، ستونزمنه، غيرعادلانه او نامعقوله ده، نه د افغانستان له شرائطو سره سمون خوري او نه ئې موږ له ملاماتوونكو مصارفو وتلى شو.

د دوه يا دريو مقتدرو او ملت شمولو احزابو رامنځته كېدا د يوه هدف په توگه وټاكو، د احزابو تعدد، په ځانگړې توگه د وړو وړو محلي او قومي ډلو شتون تشتت او تشنج رامنځته كوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي، قومي او ژبني تعصبات راولاړوي. واړه احزاب دي سره متحد شي او لوى حزب دي جوړ كړي، يا دي متحده انتخاباتي مجموعه جوړه كړي، يا دي په كوم لوى ملت شمول حزب كي مدغم شي.

لومړى منتخب حكومت به يو ائتلافي حكومت وي او په هغه كي به د هري ډلي برخه د هغې د آراوو په تناسب وي. خو په نورو راتلونكو انتخاباتو كي به هغه ډلي د مستقل حزب په توگه د برخي اخيستو حق نه لري چي تر 10% لږ رأيي ترلاسه كړي او د ائتلافي حكومت جوړېدا به شرط نه وي.

هر افغان بايد مكلف شي چي په فوځ كي لږ تر لږه يو كال خدمت وكړي، فوځ بايد له دې لاري د افرادو له پلوه اكمال شي، موږ نه دومره امكانات لرو چي درې نيمه لكه اجير فوځ ولرو او نه دا د هېواد لپاره گټور سيستم كېدى شي. دښمنان د دې لپاره داسي فوځ موږ ته خوښوي چي غواړي د افغان فوځ اكمال هم د دوى په واك كي وي او سوق او اداره ئې هم، او د خپلو موخو لپاره ئې وجنگوي. آيا عجيبه نه ده چي د بريتانيا شهزاده د جنگ لپاره افغانستان ته رالېږل كېږي خو همدا بريتانيا زموږ لپاره اجير فوځ خوښوي!!

كوم مصارف چي موږ پريوه لوى اجير فوځ كوو دا بايد د هېواد په ودانولو، د بندونو او نهرونو په جوړولو، د شاړو زمكو په سمسورولو او د معادنو پر استخراج وكړو او خلكو ته گټور توليدي كارونه رامنځته كړو،

بايد صوتي او تصويري رسنۍ، د مخابراتو شبكې، شخصي ښارگوټي، شخصي زندانونه، شخصي وسله وال ځواكونه، خصوصي امنيتي شركتونه، NGO گاني او دې ته ورته چاري او ادارې د بهرنيو له اغېز آزادي او په بشپړه توگه په دولت پوري وتړل شي، په ټولو تعليمي مؤسساتو كي بايد د دولت له لوري وضع شوى واحد تعليمي نصاب پلي شي، هيڅ هېواد ته اجازه ورنه كړى شي چي د افغانستان په كورنيو چارو كي لاسوهني وكړي، مستقلي ادارې او مزدوري رسنۍ ولري، د افغان ولس د دين، مذهب، كلتور او گټو خلاف تبليغات وكړي، قومي او ژبني تعصبات راوپاروي او قومونه سره وجنگوي.

د هېواد د آزادۍ په هيله

 

سرلوړي دي وي افغانان    بريالي دي وي مجاهدين

 

حكمتيار

افغانستان

لوى اختر1391

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *