هغه وريځ چې له باده بې خبره وو — احمد نويد

 

 

هغه وريځ چې له باده بې خبره وو

 

د كال ۱۹۹۹ را په ديخوا كله چې جنرال پرويز مشرف  د يوې پوځي كودتا په ترڅ كې له نوازشريف څخه واګ تر لاسه كړ او په پاكستان كې يې يو پوځي او ديكتاتوري حكومت رامنځ ته كړ او هغه مهال يې د پاكستان ولس پر وړاندې  د ژمنه وكړه چې ادارى فساد به له منځه وړي، د نړيوالې ټولنې سره به يو ځاى د ترهګرو او تروريستو ډلو پر وړاندې په كلكه مبارزه كوي. خو مشرف هم د نورو پاكستاني ديكتاتورانو په څير خپلې شخصي ګټي او موخي تر بل هر څه څخه مهمې وګنلي او د خپلو ژمنو پر خلاف يې د واګ پايښت لپاره د ترهګرو ډلو په روزنه او تمويل له پخوا څخه په څو برابره زيات لاس پورې كړ او د سيمي او نړۍ هيوادونه يې له يوه كلك غبرګون سره مخامخ كړل د همدغه پوځي او ديكتاتور جنرال مشرف او هغه پورې د ځينو تړل شويو حلقاتو په ځانګړى توګه د پاكستان استخباراتي سازمان اى اس اى دوه مخې او وروست سياست وه چې د پاكستان مظلوم ولس يې له يو لړ ستونزو سره لاس او كريوان كړ تر څو په همدې لړ كې خپل غيرانساني او شوم اهداف پر مخ بوځي.

دا چې په دي وروستيو ورځو كې د پاكستان واكمن ګوند او د واګمن ائتلاف جلا شوې ډلې چې د دوه لويو ګوندونو( خلكوګوند او مسلم ليګ ګوند) څخه جوړشوى وروسته له څو ورځو خبرو اترواعلان وكړچې پرويز مشرف به له دندې څخه ګوښه كوي.

نوموړو ګوندونو جنرال مشرف د اساسي قانون څخه په سر غړوني او د پاكستان د ۱۹۷۳ كال د اساسي قانون د ۴۷ مې مادې پر بنسټ د استيضاح اعلان وكړ چې د پاكستان د ائتلافي حكومت دغه غبرګون بالاخره  د جنرال مشرف د استعفا با عث شو دا چې نوموړى ديكتاتور جنرال په خپلو ويناوو كې ټینګار كاوه چې زه به هيڅكله هم استعفا ورنكړم خو له دومره ټينګار سره سره مشرف باالاخره د  ۲۰۰۸ كال د اګست ۱۸ مه نيټه چې د افغانستان د خپلواكۍ له ورځي سره سمون خوري  د يوې تلويزيوني وينا په ترڅ كې په ډيرې ناچارې او نااميدي سره خپله استعفا اعلان كړه.

مشرف په نوموړى وينا كې زياته كړى ده چې  له خپلو سياسي ، حقوقي او نظامي مشاورينو (ملګرو) سره له صلا او مصلحت وروسته د خپل ولس ، هيواد او ملي ګټو لپاره دغه كار تر سره كړ او خپل راتلونكى د پاكستان ولس ته پريږدم چې زما په اړه قضاوت وكړي .

دا چې جنرال مشرف له نن څخه نهه كاله  وړاندې له پوځي يونيفورم او واګ سره د پاكستان جمهورى رياست ماڼي ته ننوت او له پوځي واګ سره يې د جمهورى رياست په ګډي تكيه كړى وه، تيره ورځ وروسته له يوې احساساتي وينا ، غمجني څيري او ډيرې نا هيلي  سره د پاكستان له خلكو سره خداى پاماني وكړه. په پاكستان كې د مشرف دغه نهه كلنه دوره او تګ لاره د دي مثال لري ( هغه وريځ چې له باد څخه بې خبره وي ) دا په دي معنا چې جنرال مشرف د يوې تورې وريځي په څير د پاكستان پر ولس باندې را نازل شو، دا چې د وريځي پايله باران ده نو مشرف هم  د يوه پوځي ديكتاتورپه شان په پاكستان كې د وحشت، ظلم او ستم  نظام رامنځ ته كړ او له نورو پاكستاني واګدارنو څخه يې په څو پر تله زيات د پاكستان او په تيره د افغانستان په بې امنيو او بې ثباتيو كې فعاله ونډه واخيسته او د ترهګرو ډلو په روزنه او تمويل يې لاس پورې كړ او افغانستان، پاكستان او د سيمي هيوادونه يې د ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخامخ كړل چې بالاخره  د دغو ترهګرو د فعاليت ساحه دومره پراخه شوه چې د نړۍ زياتره هيوادونه يې له ترهګريزو كړنو سره مخ كړل او د نوموړو ډلو په ملاتړ سره يې د خپل پايښټ لپاره د پاكستان پر ولس يو ديكتاتوري نظام حاكم كړى وو.

دا چې د ظلم انجام تل بد وي  نو نوموړى جنرال هم  د خپلو تيرو كړو وړو له پايلي سره په داسي وخت كې مخ شو چې د پاكستان د دوو حاكمو ګوندونو له ائتلاف او غبرګون سره مخامخ شو  څرنګه چې وريځ له يوه طوفاني باد سره مخ شي او هر لورې ته په ټوټه ټوټه كولو سره خوري كيږي او يوه روښانه او ځلانده هوا رامنځ ته كيږي، نو د جنرال مشرف پر وړاندې  د پاكستان ائتلافي حكومت دغه تكلاره او عمل هم د همدغې وريځي او باد مثال لري چې  د مشرف په ګوښه كيدو سره د پاكستان ولس له يوه پوځي او ديكتاتوري نظام څخه خلاصون وموند او د مشرف د ظلم او ستم كاسه نسكوره شوه.

همدا رنګه ځيني كار پوهان په دي نظر دي چې د ولسمشرۍ مقام څخه به د مشرف ګوښه كيدل په دې هيواد كې يو نوي سياسي ګركيچ ته لاره هواره كړي دا ځكه چې د حاكم ائتلاف دوه عمده مللي سياسي ډلي به د  واك د ويش پر سر په نويو جنجالونو كې ډوبي شي ، دا چې د پاكستان دولت له يوه ديكتاتوري نظام څخه د يوه ملكي او دموكرات حكومت په لور روان ده نو د نوموړى هيواد راتلونكى ولسمشر، د حاكم ائتلاف مشرانو او نورو لوړپوړو چارواكو ته په كار ده چې په خپله تكلاره او سياست كې د پام وړ بدلون رامنځ ته كړي او د ترهګرو په له منځه وړلو كې له نړيوال ائتلاف سره په بشپړه توګه ونډه واخلي او د تيرو واكدارانو په څير دي د سيمو هيوادونو په تيره د افغانستان پر وړاندې له خپل دوه مخى او وروست سياست نه لاس واخلي .

 د پاكستان راتلونكى دولت او ولس دى دا په ياد ولري چې تر څو په خپل بهرنى په تيره د افغانستان پر وړاندې سياست كې بدلون رامنځ ته نكړي او د ترهګرو پر وړاندې په ريښتينى توګه مبارزه و نكړي او د هغوي پټنځايونه او مراكز په پاكستان كې له منځه يونسي تر هغه وخت پورې به هم يو با ثباته او با امنه پاكستان رامنځ ته نشي او د راتلونكو حكومتونو سرنوشت به هم د جنرال مشرف په څير وي.

ليكوونكى  احمد نويد

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *