داسلام په مقدس دين كې د بې ګناه خلكو وژل ځــاى نـلــري —- سليم ناصريان

 

 

داسلام په مقدس دين كې د بې ګناه خلكو وژل ځــاى نـلــري:

 

ترهګر : دغه د سولي او ثبات دښمنان د ځانوژنې او تاوتريخوالي تر سيوري لاندې په داسي ناروا ، غير اسلامي او انساني كړنو باندې لاس پوري كوي چې د اسلام سپيڅلې دين او شريعت سره په مغايرت كې د ماشومانو ، ځوانانو ، هغه مظلوم او بې ګناه كسانو چې د يوي مړۍ حلالې روزې تر لاسه كولو په موخه له خپل كور څخه راوځي چې په ډيره مظلومانه توګه د دغو تروريستانو د شيطاني او ناوړو اعمالو ښكار ګرځي اوپه شهادت رسيږي .

تروريستان نه يواځي په دغه راز غير اسلامي اعمالو سره زموږ په ټولنه كې د ډار او وحشت ماحول رامنځته كوي بيګناه خلك په شهادت رسوي ، بلكه د بياراغوني بهيرچې زموږ ټولنه ورته سخته اړتيا لري پروړاندې خنډونه جوړوي او نه پريږدي چې زموږ هيواد ودان او سمسور شي .

تر اوسه پورې چې دغه اعمال د ترورستانو او ترهګرو لخواه تر سره شوي دي د دي ښكارندوي كوي چې دغه ډلي د هيڅ راز اسلامي او انساني اصولو باندې ولاړ نه دي او د خپلو شومو او ناروا موخو په پلې كولو كې له هيڅ راز جنايتونو څخه ډډه نه كوي ، او د حيرانتيا خبره دا ده چې دغه قاتلان خپل ټول ناوړه او ناروا كړني د اسلام سپيڅلې دين تر نامه لاندې سر ته رسوي . حال داچې دغه ناروا او غير انساني كړني د اسلام مقدس دين سره هيڅ ډول اړيكي نه لري بلكه د اسلام په مقدس دين كې د انسانانو ته يو معمولي زيان هم روا ګڼل شوي نه دي .

اسلام د سولي ، دوستي ، ګډ سوليز ژوند،او د بيوزلو سره دمرستي دين ده . په اسلام كې د بي ګناه انسانانو وژنه روا نه بلكه هغه كسان چې پرته له كوم شرعي آحكامو څخه يو انسان وژنې داسي ښائي چې د يوي ټولني ټول وګړيې په قتل رسولي وي .

خداى (ج) په قرانكريم كې مسلمانانو ته داسي فرمايلي دي :

ژباړه : ( هغه كسان چې په نا حقه بي ګناه انسانان په قتل رسوي د هغوسزا د دوزخ اور ده .)

نو څرګنده ده هغه كسان چې په دغه راز ناروا كړنو كې چې د هر سرليك لاندې يې تر سره كوي د خداي (ج) له اوامرو څخه سر غړوني ده او د اسلام سپيڅلې دين له چوكاټ څخه وتلي نور په اسلامي ټولنه كي ځاي نه لري او د هغوي سزا دوزخ ده .

بي له شكه ځانمرګي بريدونه او تروريستي كړني د غير اسلامي او شومې پديدې په توګه د تيرو ټپل شويو خونړيو جګړو كې د دين ، اسلامي كلتور او خلكو دښمنانو لخوا زموږ په هيواد كې پلې شوي دي او همدغه راز تروريستان د جهاد له سپيڅلې نوم او موقف په كارولو سره دولت باندې فشار راوړي ، زموږ بي ګناه او مظلوم ولس په شهادت رسوي په همدي ډول غواړي چې د خلكو او د غوره ولسواك دولت تر منځ د بي باوري او لري والي فضا رامنځته كړي . او د دغه راز شومو او غير انساني كړنو سره زموږ د هيواد او ولس د امنيت پر وړاندې خنډونه جوړ كړي .دا په داسي حال كې ده چې د افغانستان اسلامي دولت تل د سولي او يوالي غږ پورته كړي او له هغو بلواګرو ډلو ټپلو څخه د جګړې ، تاوتريخوالي او دهشتګردى د ختمولو لپاره د ناستي او مذاكري چمتوالي ښودلى ده ، او د دي غوښتونكي دي چې نور زموږ د هيواد شنه آسمان لاندې د ګولي، راكټونو او باروتو لوګي پورته نه شي .

د افغانستان جمهوري دولت مشرتابه په هيواد كې د سولي او ثبات د تامينولو لپاره له الهي احكامو او دا چې اسلام د سولي ، امنيت او ډاډمن ثبات دين دي تل دسولي ، ثبات راوستولو او د هيواد بياراغوني كې د سولي او يوالي غږ اوچت كړى او په دي باور دي چې ځانمرګي بريدونه ، چاودني ، يرغمل او داسي نور ناروا كړني ټول د پرديو په لارښونه تر سره كيږي ،له دغو ناروا پديدو څخه نه ډار احساس كوي ، او نه ورسره كوم اړيكي لري بلكه دغه راز كړنو سره مخالفت څرګندوي او د دغو ويجاړونكي او ناروا كړنې چې په هر نوم وي په بشپړه توګه غندي .

بي له شكه اسلام هر ډول يرغل او ځانوژني چې په نا حقه وي پر انسانانو باندې حرام ګرځولي ده لكه څرنګه چې خداى (ج) فرمايي :

ژباړه : ( هيڅ كله د يو چا نفس چې خدا(ج) د هغه وژنه حرامه ګرځولي ده مه وژنئ پرته له دي چې په حكم د وژنې برخمن وي .)

دغه حق حضرت رسول اكرم (ص) هم روښانه كړي او فرمايلي دي 🙁 هر څوك چې مسلمان يا غير مسلمان عمداً وژني د هغه سزا به د دوزخ اور وي او تل به په عذاب كې وي او خداى (ج) پر هغه لنعت وايي او سخت عذاب ورته وركوي .)

له پورته معتبرو آيتونو څخه په ډاګه څرګنديږي چې ځان وژني (انتحار) ، چاودني ، تروريستي كړني او د بيګناه انسانانو وژنه په بشپړه توګه حرام او د قران مجيد له آياتو سره په مغايرت كې دي . نود دغه راز شومو او ناروا كړنو ترسره كول څه مانا لري ؟ جوته دي چې دغه كسان د دوزخ په اور كې تل پاتي دي . او په مبارك آيتونو كې هم راغلي چې د تيري ، وژنې او هغه كسانو چې د اسلام په نوم د خلكو ويني تويول حلال كڼي ټينګار كوي .

په دغه مبارك آيت كې راغلي دي :(چې د دوزخ په اور كې هغه كسان د تل لپاره پاتي كيږي چې د اسلام له دايري څخه وتلي وي .) او په دي هكله پيامبر اكرم (ص) فرمايي : ( خداى(ج) د بي ګنامسلمان او غيرمسلمان قاتل توبه نه مني ، نو هغه كسان چې د درهم او دينارپه تمه او د اسلام دښمنانو په لارښونه ښځي ، ماشومان ، سپن ږيرې ، ځوانان د ښونځويوزده كوونكي چې د ټولني راتلونكي جوړوي په شهادت رسوي په دي وپوهيږي چې دغه راز كړني تر سره كول هيڅ كوم شرعي او اسلامي حكم نه لري بي له دي چې په ټولنه كې بي ثباتي ، ورانكارى نه پرته بل څه نه رامنځته كوي .

زموږ خلك بايد پو شي چې له تروريزم سره جګړه او مبارزه نه يواځي د ملي اردو ، ملي پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو مسووليت ده بلكه د ټولني د هر يو وګړي كه په هر ځاي كې وي دنده لري چې د ترهګرو او دهشتګرو ډلو ټپلو په وړاندې خپل غبرګون وښي او د امنيتي ځواكنو سره هر اړخيزې مرستي وكړي .

سره له دي هره كورنۍ او زموږ هر يو هيواد وال اسلامي او ملي مسووليت لري چې د تروريستانو په افشا كولو ، نيولو او هغوي سره د مبارزې لپاره د هيواد له امنيتي ځواكونو سره د تروريزم ، ځانمرګي بريدونو او تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره مرستي وكړي . ځكه چې داسلام دين هيڅ ډول تاو تريخوالي ، دهشت او تروريستي كړني نه دي منلي .

په همدي اساس پوهان ، روښنفكران ، ليكوالان او مخورين چې د خداى (ج) او خلكو پر وړاندې دغه انساني او وجداني دئن او مسووليت تر سره كړي چې تر څو هيڅ يوه مور د زوى په غم كې اوښكې تويي نه كړي او هيڅ ماشوم د ښوونځي له تك څخه بي برخي پاتي نه شي .

همدارنګه د هيواد د مطبوعاتو د مسوولينو او كاركونكو اسلامي ، ملي او تاريخي مسووليت ده چې له هغو واقعي ميتودونو او اسلام ته را بلني لارې هغو كسانو ته چې تروريستو او ترهګرو ډلو سره همكار او هم غږي دي روښانه كړي .

ليكوال سليم (ناصريان)

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *