د جمهوري رياست انتخابات او د حزب اسلامي دريځ — ډیلی شهادت

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د جمهوري رياست انتخابات او د حزب اسلامي دريځ

 

ډیلی شهادت

  

امريكا غواري افغانان  د جعلي  او تقلبي انتخاباتو په مسخره لوبي كي مصروف وساتي، او د ارگ پر گدۍ يوبل  مزدور لوبغاړى  د منتخب جمهور رئيس په نامه كښېنوي، هغه څېرې د دې لوبي ميدان ته رايستلې چي  د اوسني مفسد او لاس پوڅي حكومت لوړ پوړي چارواكي دي، همغه چي د ورانيو او جگړو مسئوليت  د دوى په غاړه دئ، كه  دوى بيا قدرت ترلاسه كړي نو همدا روان دردوونكي حالت به دوام كوي، دوى خپلي  گټي د جگړي  ا و اوسني حالت په دوام كي لټوي، له صلحي او روغي جوړي سره مخالفت كوي، د بهرنيو ځواكونو مزيد پاته كېدا، هغوى ته د خپل سرو عملياتو اختيار او د قضائي  مصئونيت وركول  گټور او په څلورو كتابونو جائز گڼي، مجاهدين مباح الدم بولي او د دوى په خلاف جعلي فتوى گاني وركوي چي بايد سخت چلن ورسره وشي او په اعدام محكوم شي، دا زړي  كرغېړني او منفوري څېرې د اشغالگرانو ملگرتيا كوي، د بدلون لپاره هيڅ طرح او منصوبه نه لري، د هېواد حالت هغه مهال بدلېدي شي چي نوى ټيم له نوې تگلاري سره راوړاندي شي، داسي مجموعه چي د هېواد خپلواكي ، د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل، د جگړي پاى ته رسول او د واقعي او ډاډمني صلحي تأمين ئې اساسي اهداف وي او بهرنيو ځواكونوته ووايي: زموږ له هېواده ووځئ او افغانان  پرېږدئ چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي. موږ باور لرو چي مؤمن او هوښيار افغانان هم  خپلواكي غواړي او هم تبديلي، نه به هيڅكله په خپل هېواد كي د پرديو نظامي حضور و مني او نه به هغه چاته رأيه وركړي چي دين پلورى، وطن پلورى او د پرديو غلام وي.

 

حزب اسلامى د جمهوري رياست په راتلونكو انتخاباتو كي د برخي اخيستو پرېكره نه ده كړې، هيڅ نوماندئې نه دئ وړاندي كړي، له هيڅ نوماند سره د حمايت ژمنه نه لري، داسي نوماند نه مومي چي د هغه مجموعه او تگلاره د تأييد وړ وي، كه څه هم ځيني ترځينو نورو د سابقې او تگلاري له پلوه په نسبي توگه غوره برېښي، حزب اسلامى له  خپل مؤمن  ملت غواړي  چي مه پريږدئ د ارگ پرگدۍ د سى آي اې يو بل  مزدور او يو بل ملى خائن او جنگي جنايتكار كښېني، هغي مجموعې ته د رايي له وركولو ډډه وكړئ چي د جگړي او اشغال دوام غواړي، جنگ غوښتونكي او د پرديو په چوپړ كي  څېرې ئې غړي وي ، دوى ته رأيه  وركول داسي دي لكه د اشغال او جگړي د دوام په پلوي رأيه  وركول، افغانان بايد متوجه وي چي د قيامت په ورځ به هر څوك له هغه چا سره حشر كېږي چي نن هغه ته رأيه وركوي.

 

د امريكايانو منصوبه دا ده چي د نوماندانو  شمېر زيات  او ډېرى ئې او سني مفسد حكومت غړي وي، انتخابات دوهم پراوته وغزوي، د دوى له منځه داسي څوك راوړاندي كړي چي تر نورو زيات سرسپارلي  غلام وي او د دوى د سترگي او گوتي په يوې اشارې سره د خپل ولس په ضد هرڅه كولو ته چمتو وي، د هغه لپاره په داسي ائتلافي كابينه جوړوي چي غړي به ئې په كابل كي د امريكا سفير ټاكي.

 

افغان ولس بايد دې ته متوجه وي چې سپينه مانۍ غواړي د ناټو له وتلو وروسته يو شمېر امريكايي ځواكونه په افغانستان كي پاته وي، گن شمېر ستري اډې ئې په واك كي وي، له دغو اډو د تل لپاره پر افغانستان حكومت وكړي، د آزادي غوښتونكو افغانانو د ځپلو لپاره ترې كار واخلي، جگړه ترهغه پرمخ بوځي چي افغانستان  د دوى په خوندي دائمي اډې بدل شي، غواړي دې اشغال او نظامي شتون ته قانوني بڼه وركړې، د خپلو لاس پوڅو چارواكو په وړاندي ئې داسي اسناد د لاسليك اوټاپه كولو لپاره اېښي چي  په حقيقت كي د افغانستان د پلورلو وثيقه گڼل كېږي، دا هغه څه دي چي د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري په خپل وروستي مطبوعاتي كنفرانس كي بربنډ كړل، هغه وويل: په افغانستان كي به د امريكايي ځواكونو شتون  كټ مټ داسي وي لكه په كوريا او جاپان كي، دوى به له قضائي مصئونيت برخمن وي، د افغانانو په ضد د جرم په صورت كي به په افغانستان كي او د دې هېواد په محاكمو كي نه محاكمه كېږي، كه دا شرائط و نه منل شي نو دا امنيتي تړون به نه لاسليك كېږي، د كابل حكومت اوسني چارواكي ئې ته اړكړي چي دا اسناد ژر او له ځڼډپرته او تر راتلونكو انتخاباتو وړاندي لاسليك كړي، د جمهوري رياست لپاره د اوسنيونوماندانو ډېري د امريكا له دغو ټولو غوښتنو سره موافق دي، كرزى او ټيم ئې هم ورسره موافق دي خو غواړي د خپلي راتلونكي په اړه څه تضمينونه او امتيازات ترلاسه كړي، هڅه كوي چي د خپل جرم شريكان زيات كړې، د لوى جرگي تر غولونكي نامه لاندي د خپلي سليقي افراد راغونډ كړي او حكومت ته د دېوثیقې دلاسلیک واک ورکړي!!له  جنرال دوستم سره د جان كيري ليدنه او د طلوع او نورو امريكايي رسنيو له لوري د ډاكټر عبدالله په گټه تبليغات ښي چي امريكايان له دې څېرو، له دوى سره له ليدنو او د هغوى په گټه له تبليغاتو د فشار د وسيلي په توگه استفاده كوي او اوسني ارگ ناستي پرې گواښي چي د افغانستان پلورلو  وثيقه ژر او له قيد او شرط پرته  لاسليك كړې، كه نه نو ستاسو  بديل دې كار ته د رادانگلو لپاره چمتو او لاس پر سينه  او سركوزي ولاړ دي!!

 

وروڼو خويندو!

مونږ ټولو افغانانو مخصوصاً هغو ته چي د هېواد خپلواكي، د جگړي پاي، د تلپاته صلحي او امنيت تأمين او  په خپلواك افغانستان كي د ولس د خوښي اسلامى حكومت غواړي بلنه وركوو چي راشئ له دې بحران د هېواد د ايستلو لپاره  يوبل ته د يوالى لاس وركړو، افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ كور وگڼو، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، داسي سرلوړي او خپلواك افغانستان جوړ كړو چي د نړۍ هيڅ ځواك هغه ته په كږو او خيرنو سترگو د كتلو جسارت و نه كړي، له نورو سره دسيالۍ جوگه وي  او هيچاته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي، موږ دې هدف ته رسېدلو لپاره له ټولو مطرح لوريو او اسلامي گوندونو سره تفاهم ته چمتو يو.

روان حساس حالت ته په پام سره ټولو مجاهدينو، اسلامي گوندونو او هغو كړيو او شخصيتونو ته چي پر ملت زړه سوى لري، قضايا مسئولانه څېړي، له بحران د وتلو لاري لټوي او غواړي په دې اړه اغېزمنه وڼده ولري! بلنه وركوو چي راشئ د بحران لپاره كورني حل ولټوو، د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني تفاهم له لاري بحران حل كړو، ټول بايد دا ديوه مسلم حقيقت په توگه ومني چي د بهرنيو ځواكونو حضور د جنگ حضور د جنگ له دوام پرته بله معنى او نتيجه نه لري، پاته كېدائي نه افغانان مني او نه كومه ستونزه حل كولى شي،  هغه به ډېر ناپوه اوساده وي چي گمان وكړي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به دا نظام دوام وكړي.

 

د خپلواك اسلامي افغانستان جوړېدو په هيله

سرلوړي دي وي  افغانان     بريالي دي وي مجاهدين

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *