طالبان امریکایی پوځ لوبوی! — داکتر نثار احمد صمد

 

طالبان امریکایی پوځ لوبوی!

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

دا اوس په مراتبو ثابته سوې چی امریکا دښمنانو ته ضرورت لری . امریکا د دښمن لرلو یا دښمن جوړولو څخه پرته یو بې هدفه او بیکاره غوندی هیواد دی . که شوروی اتحاد مړ سو نو القاعده یې راوغوښته ، که کمونیزم ولاړی نو تروریزم راغی . خو پوښتنه دا ده چی دا خبره د افغانستان سره باالاعم او د طالبانو سره باالاخص څه ارتباط لری ؟ ځواب دا دی چی افغانستان د شوروی تر مړینی وروسته خپل پخوانی ستراتیژیکی اهمیت بیا وموند ، یعنی :

الف ـ افغانستان نن د سیمی پر هره طبیعی منبع او زیرمتون د ورخلاصېدو آسانه او لنډه لار ده ،

ب ـ د چین او روسیې د احتمالی را خوځېدو مخنیویزه مورچل دی ،

ج ـ د درو عمده سیمو یعنی منځنۍ آسیا ، جنوبی آسیا او منځني ختیځ د تړلو نقطه ده ،

 

فلهذا ، واشنګټن همدې سوق الجیشی نقطې ته اړتیا لری او همدا علت دی چی افغانستان د خپل حساس موقعیت قرباني سوی دی او نن د خپل دغه مهم دریځ سزاوی ګالی . په بل عبارت ، افغانستان د امریکا او لویدیځ لپاره « هدف » نه بلکی د هدف لپاره یوه « وسیله » ده .

شواهد ښیًی چی امریکا آن په ۱۹۹۸ ـ ۱۹۹۹ کی لا پر افغانستان د حملې تصمیم درلود ، خو د سپټمبر د یوولسمی پیښو دا حمله رامخته کړه .

 

هو ، افغانستان اوس اوس هغه بې در او دېواله هېواد دی چی امریکا وایی القاعده یې باید زما پر ضد استعمال نه کړی ، پاکستان وایی چی هند یې باید زما پر ضد استعمال نه کړی ، ایران بیا وایی چی امریکا یې باید زما پر ضد استعمال نه کړی ، هند بیا فریاد کوی چی پاکستان یې باید زما پر ضد استعمال نه کړی ، په همدې ترتیب چین او روسیه بیا کریږي وهی چی طالبان یې باید زموږ پر ضد استعمال نه کړی . خو پوښتنه دا ده چی دا افغانستان بیچاره کوم ډول « بلا » ده چی هم ستر ځواک لس زره کیلو متره لیری او هم ګاونډیان ټول ورڅخه بیریږی ؟ ځواب دا چی درې غټ عوامل سته  چی هغه دا دي :

اول ـ امریکایی عامل ( چی ډیري لویی غلطۍ او بې رحمۍ یې کړي دي ) ،

ب ـ افغانی عامل ( یعنی د رژیم بې کفایتی ، نا اهلی او فساد او د ملت ناراضګی او مخالفت ) ،

ج ـ خارجی عامل ( له پولی نه بهر د وسلو ، پیسو او نقشو را بهېدل ) ،

 

دا ټول په مجموع کی سره واخښل سول څو چی د افغانستان څخه یې یوه داسی « توره پشی » جوړه کړه چی دوست او دښمن ، لیری او نږدې ټول ورڅخه په عذاب او تکلیف دي . د دغو بې وسیو ، بې باکیو او بې رحمیو له منځه دوه عمده او اصلی قدرتونه را وټوکېدل چی یو د اشغالګرو په مشرۍ امریکایی پوځ دی او بل هم د مخالفینو په مشرۍ د طالبانو مقاومت دی . دا دوه نن په افغانستان کی یو د بل اصلی رقیبان او غلیمان دي چی بنسټیز لامل یې امریکایی حمله ، امریکایی نقشه او امریکایی پیسه ده .

 

بل دا چی په هغو ظاهری او تصنعی هدفونو پسی چی امریکا په خپل سر او خپله فیصله افغانستان ته راغلې وه ، دا دي :

لومړی ـ د طالبانو ماتول او د القاعده محوه کول ( یا د هغوی د مشرانو نیول ) ،

دوهم ـ د خپلي خوښی رژیم نصبول او بیا په ساختګی ډول د هغه « قانونی ! » کول ،

درېیم ـ له دې ځایه پر سیمه ( یعنی منځنۍ آسیا ، جنوبی آسیا او منځني ختیځ ) باندی تسلط قایمول ،

څلورم ـ ظاهری او غولونکي مرامونه ( لکه بیا رغاونه ، د مخدره ییز کاروبار کنټرول ، د دیموکراتیکی ټولنی جوړول ، د بشری او ښځینه حقوقو تأمینول ) ،

پنځم ـ فرعی او ضمنی مقاصد ( لکه : د ضربې جبران ، د انتقام اخیستل ، قدرت نمایی ، امریکایانو ته یو څه ورښودل ، هره خوا د مسلمانانو خولې ورګنډل ، او د افغانانو استعمال او لوبول ) ،

 

خو پوښتنه دا ده چی آیا امریکا په دې اتو ( ۸ ) کالو کی خپل دا هدفونه حاصل کړي دي که یا ؟ ځواب دا چی : نه ، قطعأ نه . ځکه هرڅه واضحأ معلوم او تر لمر سپین دي . نو بیا پوښتنه دا ده چی ولی یې حاصل نکړای سول او علت یې څه دی ؟ ځواب دا چی :

لومړی ـ امریکا د خپلی حملې راهیسی دلته د افغانانو د ملی ګټو مطابق کومه ټاکلې او رغنده ستراتیژی نه ده لرلې ،

دوهم ـ امریکا له هماغه راهیسی بې شمېره غلطۍ ، بې باکۍ او بې رحمۍ کړي دي چی هغه یې اوس د غاړی طوق ګرځېدلی دی ،

درېیم ـ نصب کړﺉ رژیم یې سخت بې کفایته ، فاسد ، غیر ملی او په هره برخه کی ناکام ثابت سو ،

څلورم ـ ناټو او خپل نور ملګري یې په فشار ، جبر او یا هم تطمیع سره افغانستان ته را داخل کړل ،

پنځم ـ په خپلو ړندو بم وریو ، ظالمانه پوځ کښیو او له غروره ډکو بې باکیو سره یې عامه مخالفت ورو  ورو په مقاومت سره واړاوه ،

 

د پورتنیو عمده بې وسیو او ناکامیو په نتیجه کی نوښت سوَکه سوَکه د امریکا او ناټو څخه طالبانو ته ولېږل سو څو چی نن طالبان دې حالت ته رسېدلي چی څنګه یې زړه  وی هغسی امریکایی پوځ ستړی ، هلاک او په خپله ګټه لوبوی .

وګورﺉ د سپټمبر پر لسمه د امریکا د سنا په مجلس کی د وسلوالو چارو د کومیټې ریًس « کارل لیوین » داسی له شرمه ډک اعتراف وکړ : « امریکا په افغانستان کی د جنګیالیو پر ضد په جنګ کی ابتکار له لاسه ورکړی دی . » آیا دغه تریخ اعتراف په رښتیا هم دا نه ثابتوی چی نور نو د افغانستان روان جنګ د امریکا د خوښي سره سم نه بلکی د طالبانو د خوښۍ مطابق پر مخ ځی ؟

 

موږ شاهد یو چی امریکا او ناټو د ۲۰۰۳ راهیسی خپل پوځیان دلته لس چنده زیات کړي دي ( یعنی د هغوی شمېر یې د لس زرو څخه ۱۰۷۰۰۰ ته ورساوه ) او امریکایی قوماندانان همدا اوس بیا هم د نورو څلوېښت ـ پنځه څلوېښت زرو پوځیانو د غوښتلو زارۍ کوی او خبردارﺉ ورکوی چی که دغسی و نه سی نو ژر به مات سو . ویل کیږی چی ښایی پنتاګون د روان کال تر پایه پنځه زره نوي پوځیان راولیږی .

آیا دا زارۍ او دا زیاتوالی به ګټه وکړی؟ ځواب دا چی دغه کار به یو څه تاکتیکی برﺉ ولری خو دا  به باالاخره یوه لویه ستراتیژیکی اشتباه او خطا وی ، یعنی دا چی :

اول ـ د کابل رژیم به نور هم ګوډاګی ثابت کړی ،

دوهم ـ افغانستان به خپلواک نه بلکی بلواک ثابت کړی ،

درېیم ـ جهادیان به نور هم تحریک او ولمسوی ،

څلورم ـ طالبانو ته به اهداف نور هم زیات کړی ،

پنځم ـ دا به تدریجأ د آزادۍ د جګړې بڼه واخلی ،

شپږم ـ امریکا او ناټو به د افغانستان اشغالګران ثابت کړی ،

اووم ـ افغانستان به د ترقۍ او آبادۍ څخه نور هم لیری او د مصیبت په غېږ  ورولی ،

اتم ـ امریکا او لویدیځ به زموږ کښتۍ ډوبوی خو خپل دریاب به یې توپانی سی لکه شوروی چی  هم دلته مړ سو .

 

فلهذا ، د بدي ستراتیژۍ بد  اثرات وی . واشنګټن نور نو هغه اور نه سی وژلای چی پخپله یې تېل پر شیندلي دي . دوی علایم تداوی کوی نه علت . دیموکراسی نه سی فوټوکاپی کېدای او نه هم د سوټی په زور راتلای سی . دا طالبان دي چی نور نو په امریکایی پوځ بازۍ کوی یعنی هغوی لوبوی . د واشنګټن فعلی غلطي تګلارې « پرچون تروریزم » په « عمده تروریزم » سرا بدل کړی دی . هو ، تروریزم په تروریزم سره نسی محوه کېدای . شکسپیر څه ښه ویلی چی « قتل ، قتل زېږوی د تاریخ تر آخره او تل د عدالت یا انصاف په نوم . »  والسلام    

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.