د نوروز لمانځلو شرعي حکم — مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

 

بســـــــم اللــه الرحــــــــمن الرحـــــيم

 

ښاغلی  مفتی ابوخالد لایق احمد غزنوی صاحب!

 

ستاسو رالیږلی مطلب مو خپور کړ خو د یادونی وړ ده چی نوروز پرته له څو ځانګړی ځایونو څخه، په افغانستان کی په صحیح توګه چی ددین او عقیدی سره هیڅ ډول منافات نلری لمانځل کیږی.

دغه ورځ د ژمی د سړی مودی څخه وروسته چی د خلکو په هڅو او فعالیتونو کی د څه نا څه ځنډ سبب ګرځیدلی وو، د نوی هلوځلو یوه نوی پیلامه ده. داچی ځنی خلک دا ورځ پداسی ډول لمانځی چی د پاکی عقیدی سره په تضاد کی دی،  ددی ورځی د هر ډول لمانځلو د تحریم دلیل کیدلی نشی. ددی ورځی په هکله د ځنو علماوو او په دین پوری اړوند مشرانو ځانګړی  نظریات هم د خاصو عواملو او دلایلو پر بنسټ ولاړ وو چی دلته یی د بحث ځای ندی.  نو ځکه زمونږ په آند د نوروز په هکله افراط او تفریط دواړه  صحیح نه ښکاری.

ښاد او ودان اوسئ.

 

د وب پاڼی اداره

 —————————————————————————————————————————————————–

 

د نوروز لمانځلو شرعي حکم

 


ليکوال مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

 

نوروز د فارسي کلمه ده چې د دي معنا (( نوى ورځ )) ده، دا ورځ د هجرى لمريز کال د حمل د مياشتې اولنۍ ورځ وي، او په دغه ورځ کال نوى کيږي. [۱]

د زرتشتيانو د دينې کتاب (( اُوستا )) او نورو تاريخې کتابونو څخه معلوميږي چې تر ټولو لومړى د دي ورځې لمانځل د زردشتي دين د لارويانو لخوا د "جمشيد" يا "جمشاد " په نوم پاچا را شروع کړى.

دوي به دا ورځ په جشنونو، مېلو باندي استقبالوله، دا ورځ به د دوي د اختر او عبادت ورځ وه، پدي ورځ به ېي د ( هفت سين او هفت ميوي ) په نوم خوراکونه تيارول، دوي به له هفت سين سره هفت شين يا اووه ( ش) هم تيارول چې په هغو كې شمعه، شراب، شمشاد (سروه) شيريني، شيدې، شاهدانه (بنګدانې) او شربت ايښودل وو.

په (( بدع الحولية )) کتاب کې د نوروز د ورځې په هکله ليکې : النيروز ، أو النوروز : هو أول يوم من أيام السنة عند الفرس المجوس . يكون في أول فصل الربيع من كل سنة .

يعنې نوروز په مجوسيانو کې د کال اولنۍ ورځ ده، دا د هر کال په پسرلي کې وي.

وهذا اليوم يوم عيد فارسي مجوسي من أعياد عَّباد النار وهو من أعظم أعيادهم.[ بدع الحولية ].

دا ورځ د آتش پرستو مجوسيانو د اختر ورځ ده، دا ددوي تر ټولو لوي اختر دى.

علامه مرتضى الحسيني په خپل مشهور او معتبر کتاب (( تاج العروس )) کې ليکې: النيروز اسم أول يوم من السنة عند الفرس عند نزول الشمس أول الحمل.

دارنګه وګوره: القاموس المحيط 677 مخ ، المعجم الوسيط 962 مخ ).

د فقهي حنفي تر ټولو مشهور او معتبر کتاب ردالمحتار کي علامه ابن عابدين د نوروز او مهرجان په باره کي ليکي: وَالنَّيْرُوزُ أَوَّلُ الرَّبِيعِ وَالْمِهْرَجَانُ أَوَّلُ الْخَرِيفِ وَهُمَا يَوْمَانِ يُعَظِّمُهُمَا بَعْضُ الْكَفَرَةِ وَيَتَهَادَوْنَ فِيهِمَا.

يعنې نوروز او مهرجان دواړه داسې ورځې دي چې ځيني کافران يي درناوى او تعظيم کوي په دي ورځو کې يو بل ته سوغاتونه، هديي او تحفي ليږي. (( وګوره: ردالمحتار مسائل شتى ٥٤٨١ )).

شيعه علماوو هم ددي اقرار کړى چې نوروز د فارس يعنې ( مجوسيانو ) اختر دى [ وګوره: بحار الأنوار: 48/108.].[۲]

د پورتنې بحث څخه معلومه شوه چې نوروز د مجوسيانو آتش پرستو د اختر ورځ ده، دا ورځ په دوي کې ډير لوړ هيثيت او مرتبه لري، په دي ورځ دوي د خصوصي محفلونو، مېلو، خوراکونو اهتمام کوي.

د افسوس ځاى خو دا دى چې په ګران افغانستان کې هم دې ورځې د ايرانې او مجوسې کلتور او تهذيب څخه په اغيز او تاثر اخستلو باندي په دي عقيده يوه ملي او اسلامي بڼه غوره کړې چې؛ څوک په دې ورځ ښه خوراکونه وخوري، نوي او ښکلي کالي واغوندي، مېلي او خوشحاليانې وکړي نو په هغه باندي به را روان ټول کال په نوو او ښکلو کاليو او ښو خوراکونو، مېلو او خوشحاليانو کې تيرشي.

نو ځکه په دي ورځ باندي ډير خلک ښائسته او نوي کالي اغوندي، ډول ډول دوديز خواړه لکه کبان، ځلوبۍ، سمنک، ايشول شوې هګۍ او داسې نور پخوي، ځانونه ښکلي کوي، مېلو، د ښار خواوشا غونډيو، هديرو او زيارتونو ته ځي، خپلو خپلوانو ته په دغه ورځ د اختر د ورځې غوندي سوغات او تبريکې کارټونه ليږي، ساز او سرود غږوي، پتنګان ( ګوډۍ پران) الوزوي، په لاسونو نکريزي لګوي، دا ورځ د نويو کوژده شويو ځوانانو او پېغلو لپاره يوه ځانګړې ورځ ګرځوي؛

 

د نوروز لمانځل شرعاً څه حکم لري؟

 

څرنګه چې مخکې يادونه وشوه چې داورځ د رزدشتيانو ( آتش پرستو ) لخوا په يوه باطله عقيده را شروع شوې، په یونسکو کې دا ورځ د ايران او تاجکستان د ورځو په نوم ثبت شوي؛ ليکن د جهل او ناپوهۍ او د پردي کلتور او تهذيب تر اغيز لاندي کيدلو په وجه دا ورځ په ګران افغانستان کې هم په دوديزه توګه په دولتي کچه په ډير وقار او درناوي سره لمانځل کيږي په دې ورځ عامه رخصتې اعلانوي، په دې ورځ ډول ډول ځانګړي مراسم، محفلونه او اجتماعګاني جوړوي، خلک د خرافې او وهمې عقيدي په بناء ډول ډول خرافات، فحشاء، رواجونه، مېلي کوي، په بلخ کې د سخې صاحب په نوم زيارت کې د جنډي پورته کيدو په نامه شرکې او حرام کارونه کوي، د ګل سرخ يا لاله د مېلي په پلمه ډول ډول فحشاء او نارواګاني کوي، په ننګرهار كې د اميرشهيد زيارت ميله كېږي، د ننګرهار د شيرزادو خوږياڼو په سيمه كې به ځېني خلک د لندهور بابا زيارت ته تلل هلته به يې نښې ويشتلې مېله به يې کوله.

همدا راز په كابل كې د شهدايى صالحينو زيارتونه، دتلويزيون دغره غربي ډډې ته سخي ته منسوب زيارت هم په دغه ورځ ښه تود وي.

غزنى هم د دي څخه خوندې ندى پاته شوى؛ هلته هم خلک كوښښ كوي چې زيارتونو ته لاړ شي، په بدعي او خرافي کارونه ځانونه ښه ستړي کوي.

ددي دومره اوږدو ليکلو څخه مو موخه دا ده چې که څوک د نوروز د شرعي پلوه ليکل کوي نو ځېني کسان وايې دې ليکلو ته څه ضرورت دى، دا دومره غټه خبره نده چې تاسې ېې د روا والي يا ناروا والي خبره کوئ؟!!.

 

لوستونکو!

څوک چې ددي په ليکلو تعجب کوې نو هغوي پدي هلکه معلومات او مطالعه نلري چې دا ورځ له کوم تاريخ څخه را شروع شوي، د خلکو په عقيدو، تهذيب او کلتور باندي ېي څومره اثر او رسوخ دى.

قران او حديث پدي هکله څه لارښووني راته کوي.

آيا کوم شى چې د خلکو په عقيده، کلتور، دود او تهذيب کې ور ننوتى وې؛

د څه په هکله چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په احاديثو او د صحابه کرامو په اثارو کې سخته منعه راغلي وي؛

په عقيدوي او فقهي کتابونو کي په متفقه ډول بغير د اختلافه ددي ورځي سخته بدي بيانه شوي وي ددي ورځي لمانځل او درناوى يي کفر ګڼلى وي؛ د دي ورځې جشنونه او مېلي يي د کافرانو کار او عمل ګڼلي وي.

د احاديثو، آثارو، سيرت، عقيدي، فقهي او فتاوو کتابونه دي ددي په بدي او ذم باندي ډک وي، د دي ټولو سره سره دي داسي غير اسلامي غير اخلاقي کار او ورځ په ګران افغانستان کې د يوي ملي او اسلامي بڼې په شکل باندي تر سره کېږې، دا ورځ دي په ډير وقار او درناوي سره لمانځل کيږي، په دې ورځ دي عامه رخصتې اعلانېږي، په دې ورځ دي ډول ډول ځانګړي مراسم، محفلونه او اجتماعګاني جوړيږي، په دي ورځ دې ډير وګړې ښائسته او نوي کالي اغوندي، ډول ډول خوراکونه تياروي، ځانونه ښکلي کوي، مېلو، جشنونو، هديرو او زيارتونو ته ځي، خپلو خپلوانو ته په دغه ورځ د اختر د ورځې غوندي تحفي او تبريکې ور کوي.

نو د داسې شې په هکله به ليکل ولې بي ځايه او بي ضرورته وي؟.

پدي وجه چې ددي ورځې لمانځل، پدي ورځ جشنونه او نور هغه کارونه کول کوم چې پورته ذکر شوو ټول په ټول حرام، ناروا، غيراخلاقي دې او عام خلک يې په ګناه نه پوهيږي ددي څخه غافل دي، مونږ لانديني دلائل وړاندي کوو:

( ١ ) د نوروز په تاريخ کې دا خبره ثابته شوه چې دا د کفارو ( مجوسيانو ) د اختر ورځ ده، پدي ورځ دوي جشنونه، مېلي کوي، يو بل ته مبارکياني وي، دا ورځ په خصوصي توګه لمانځي، هغوي دا ورځ په يوه شرکې، کفري، بدعې او خرافي عقيده باندي را شروع کړي.

نو په دي وجه مسلمانانو ته د هغوي خلاف کول پکار دى، ځکه د مسلمانانو خپل اخترونه شته، د مسملنانو اختر د نورو نامسلمانو څخه بيل دى.           

په اسلامي دين کې دوه اخترونه دي (١) عيد الفطر (کوچنې اختر) (٢) عيدالاضحى ( لوى اختر) د صحيحو احاديثو او تاريخ له مخې دا دواړه ورځې مسلمانانو ته د نوروز او مهرجان په بدله کې ورکړل شويدي، نو ولي د اتش پرستو او مجوسيانو پردي اخترونه لمانځو؟ حديث کې راځې:

عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ « مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ ». قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ ».

د انس رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغې؛ د مدينې خلکو دوه ورځې د ميلى، لوبو او خوشحالې وى ( نوروز او مهرجان) نو نبى عليه السلام وفرمايل چې دا دوه کومې ورځې دي؟ انصارو وويل چې په دي ورځو کې به مونږه په جاهيليت کې ميلې او لوبې کولې؛ نو نبى کريم صلى الله وسلم وفرمايل چې تاسې ته الله تعالى د دغو ورځو په بدل کې دوه نوري ورځې د خوشحالې کولو لپاره درکړيدي چې يوه د کوچني اختر ورځ ده او بله د لوى اختر ورځ ده.( أخرجه أحمد (3/103)، والنسائي (ح 1556)، والحاكم (1/294)و غيرهم بإسناد صحيح.).

په پورتنې حديث کې مسلمانان د نامسلمانو د اختر لمانځلو څځه منع شوې، او په حديث کې چې د کافرانو کوم دوه اخترونه ذکر شوې نو د هغو څخه مراد نوروز او مهرجان دې. [۳]

( ٢) د دي په لمانځلو سره د کافرانو سره مشابهت راځې او زمونږ په شريعت کې د کافرانو سره په اتفاق د علماوو ( د دوي په مذهبي کارونو کې ) مشابهت منع ګرځول شوى، لکه حديث کې راځې: " من تشبه بقوم فهو منهم . " رواه أبو داود.

په يو بل روايت کې راځي:په يو بل روايت کې راځې چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته وفرمايل: «إنكم مستنزلون بين ظهراني عجم؛ فمن تشبه بهم في نيروزهم ومهرجانهم حشر معهم»( مجموع الفتاوى، 25/326.).

قال عبد الله بن العاص من بنى بأرض المشركين وصنع نيروزهم ومهرجاناتهم وتشبه بهم حتى يموت خسر في يوم القيامة .

( ٣) دا کار د شيعه ګانو عمل دى، او هغوي خو د شرک او بدعت په ګند ککړ خلک دي، د نوروز په لمانځلو کې يي فضائل ذکر کړي ، په ايران کې په وړوکي او غټ اختر کي يوه ورځ رخصتي وي ليکن په نوروز کي د دي ورځي په مناسب پنځلس ورځي رخصتي وي.

دا ورځ دوي د خپلو نيکونو ميراث، تاريخ او ثقافت ګڼې، عجيبه خو لا دا ده چې ددوي په ګمان په دي ورځ عثمان رضي الله عنه شهيد شوى نو د هغه په مرګ باندي خوشحالي کوي (( وګورئ فتاوى يـسئلونک عن الدين والدنيا، مقالات موقع الألوكة، العقود الدرية السلطانية 34 مخ.

په (( أصول مذهب الشعية الإمامية الإثني عشرية عرض ونقد )) کې شيخ ناصر بن عبد الله بن علي القفاري ليکې:

كما يعظمون يوم النيروز، كفعل المجوس.

يعني شيعګان د مجوسو په شان د نوروز د ورځي تعظيم او درناوى کوي. [۴]

خميني پدي ورځ غسل کول مستحب گڼي او پدي ورځ يي روژه نيول مستحب کړي. [۵]

(٤ ) ددي ورځو لمانځل او ددي په محفلونو او اجتماعاتو کې شرکت کول د مجوسو سره د محبت او مېني سبب کيږي، حال دا چې په دي هکله الله تعالى فرمايلي: ( لاتتخذوا اليهود و النصارى أولياء … ) الآية

همدارنګه فرمايي : ( يا أيها الذين آمنوا لاتتخذوا عدوي وعدوكم أولياء تلقون إليهم بالمودة وقد كفروا بما جاءكم من الحق … ) الآية .

مطلب د الله د ښمنان يهود او نصارى او نور کافران په دوستۍ مه نيسئ، د نوروز د ورځې لمانځل په دي ورځ

په يو بل ځاى کې الله جل جلاله فرمائي چې (والذين لايشهدون الزور) (سورة فرقان ايت ٧٢) ژباړه: مؤمنان هغه کسان دي چې دروغو ته نه حاضريږي.

ددى ايات لاندې ګڼو مفسيرينو ليکلې چې د (( الزور )) څخه د کافرانو اخترونه لکه نوروز، مهرجان او داسې نور مراد دې.و ګوره تفسير القرطبي ١٣ ٦٢ تفسير ابن کثير٢٤٥٢.

د عمر – رضي الله عنه – څخه روايت دى: (( اجتنبوا أعداء الله في عيدهم )). يعنې د الله تعالى د دښمنانو څخه ددوي په اخترونو اوميلو کي ځان وساتئ. [۶]

امام بيهقي په سنن الکبرى ١٤١١٣ کي ليکلي دي چي عمر فاروق رضي الله عنه وايې چي د مشرکانو عبادت خانو ته د اخترونو په ورځ مه ورځئ ځکه په دوئ د الله تعالى غضب نازليږي.

امام بيهقي١٤١١٤ د محمد بن سيرين څخه روايت کوي چي : أُتي على -رضي الله عنه- بهدية النيروز. فقال : ما هذا ؟ قالوا : يا أمير المؤمنين هذا يوم النيروز . قال : فاصنعوا كل يوم فيروزاً . قال أسامة : كره أن يقول : نيروز.

علي رضي الله ته د نوروز په ورځ څه ډالۍ را وړى شوه؛ نو هغه منعه کړه او وېي ويل: دا څه دې نو چا ته ورته وويل خپله هره ورځ فيروز يعنې کاميابه جوړه کړئ .

ددي حديث راوى ابو اسامه فرمايې على رضي الله عنه د نوروز نوم هم بد وگڼلو چي دا نوم نوى ايجاد شويدى بيهقي وايې چي د کراهت وجه داده چي دا ورځ شريعت نده خاص کړي او دوي يئ د ځان څخه خاصوي . [۷]

د عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي ا لله عنه څخه روايت دى چې هغه فرمايلي:" مَنْ نَشَأَ فِي بِلَادِ الْأَعَاجِمِ فَصَنَعَ نَوْرُوزَهُمْ , وَمَهْرَجَانَهُمْ , وَتَشَبَّهَ بِهِمْ حَتَّى يَمُوتَ وَهُوَ كَذَلِكَ حُشِرَ مَعَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ "

څوک چې د عجمو په ملکونو کې اوسيږي او دهغوي په ( شان ) نوروز او مهرجان يي جوړ کړ، د هغوي سره ځان مشابه کړي او بيا په دي حالت کي مړ شي نو د قيامت په ورځ به د هغوي سره را پورته کيږي.( رواه البيهقي في شعب الايمان 7/43 ).

همدارنګه په يو بل روايت کې راغلي: عَنْ دَاوُدَ بْنِ سُلَيْمَانَ ، قَالَ : كَتَبَ عُمَرُ بْنُ عَبْدِ الْعَزِيزِ إلَى عَبْدِ الْحَمِيدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ : آمُرُك ……. أَنْ لاَ تَأْخُذَ فِي الْخَرَاجِ هَدِيَّةَ النَّيْرُوزِ وَالْمِهْرَجَانِ، الحديث.( ابن ابي شيبه).

په حلية الاولياء٥٢٠ او کتاب ذم الملاهي لابن أبي الدنيا کي راځې: عن طلحة بن مصرف قال إني لأكره الخروج يوم النيروز إني لأراها شعبة من المجوسية.

علامه زيلعي په "تبيين الحقائق"شرح کنز الدقائق (6/228) کې ليکلي: " ( والإعطاء باسم النيروز والمهرجان لا يجوز ) أي الهدايا باسم هذين اليومين حرام بل كفر , وقال أبو حفص الكبير رحمه الله لو أن رجلا عبد الله خمسين سنة ثم جاء يوم النيروز , وأهدى لبعض المشركين بيضة ، يريد به تعظيم ذلك اليوم ، فقد كفر , وحبط عمله .

د نوروز په ورځ د هديې ، تحفي او ثواب په نيت ورکړه کول حرام بلکه کفر دى، ابوحفص الکبير الحنفى ويلې که يو کس د الله لپاره پنځوس کاله عبادت وکړي او بيا يي د نوروز په ورځ يوه هگۍ هم مشرک ته د نورو د ورځې د احترام او درناوې په خاطر ډالۍ کړه نو دا کس په الله باندې کافر شو او ټول اعمال يې تباه او برباد شول. [۸]

د کنز په مشهوره شرحه تبيين الحقائق کې راغلي: (والإعطاء باسم النيروز والمهرجان لا يجوز) أي: الهدايا باسم هذين اليومين حرام بل كفر (( وګوره: تبيين الحقائق شرح د کنزالدقائق 6/228 )).

د مشکواة شريف په شرحه مرعاة٥٤٥ او مرقات١٤٤٩١، عون المعبود 3/342 اوالعقود الدرية 33-34مخ کې راغلي: وقال القاضي أبوالمحاسن الحسن بن منصور الحنفي : من اشترى فيه شيئاً لم يكن يشتريه في غيره أو أهدى فيه هدية إلى غيره ، فإن أراد بذلك تعظيم اليوم كما يعظمه الكفرة فقد كفر ، وإن أراد بالشراء التنعم والتنزه ، وبالإهداء التحاب جرياً على العادة فلم يكن كفراً ، لكنه مكروه كراهة التشبه بالكفرة حينئذٍ فيحترز عنه.

حسن بن منصور وايې که چا د دې ورځي د تعظيم په خاطر داسې څه واخيستل چې بل وخت يي نه اخستل يا يي پدي ورځ چاته څه په هديه کې ورکړل؛ نو دا کس پدي باندي کافر شو، او که پدي باندي يي مقصد د رزرزق پراخي وه، يا د عام عادت په وجه د محبت او مېني پيدا کيدو په خاطر ورکړي نو دا خو کفر ندى؛ البته مکروه او حرام دي ځکه د کافر و سره مشابهت دى نو پدي وجه ددي څخه ځان ساتل ضرورې دي.

په البحرائق کي يي هم د نوروز په باره کي ليکي: ((نَيْرُوزِ الْمَجُوسِ )).

يو بل ځاي ليکي: ضَرْبُ الدِّفَافِ عَلَى الْأَبْوَابِ أَيَّامَ النَّيْرُوزِ لَا يَحِلُّ .

مطلب د نوروز د مجوسو( اختر دى ) پدي ورځ مېله کول ندې جائز

يو بل ځاي په مسائل الشتى کي ليکي: قَالَ رَحِمَهُ اللَّهُ ( وَالْإِعْطَاءُ بِاسْمِ النَّيْرُوزِ وَالْمِهْرَجَانِ لَا يَجُوزُ ) أَيْ الْهَدَايَا بِاسْمِ هَذَيْنِ الْيَوْمَيْنِ حَرَامٌ بَلْ كُفْرٌ وَقَالَ أَبُو حَفْصٍ الْكَبِيرُ رَحِمَهُ اللَّهُ لَوْ أَنَّ رَجُلًا عَبَدَ اللَّهَ تَعَالَى خَمْسِينَ سَنَةً ثُمَّ جَاءَ يَوْمُ النَّيْرُوزِ وَأَهْدَى إلَى بَعْضِ الْمُشْرِكِينَ بَيْضَةً يُرِيدُ تَعْظِيمَ ذَلِكَ الْيَوْمِ فَقَدْ كَفَرَ وَحَبَطَ عَمَلُهُ وَقَالَ صَاحِبُ الْجَامِعِ الْأَصْغَرِ إذَا أَهْدَى يَوْمَ النَّيْرُوزِ إلَى مُسْلِمٍ آخَرَ وَلَمْ يُرِدْ بِهِ تَعْظِيمَ الْيَوْمِ وَلَكِنْ عَلَى مَا اعْتَادَهُ بَعْضُ النَّاسِ لَا يَكْفُرُ وَلَكِنْ يَنْبَغِي لَهُ أَنْ لَا يَفْعَلَ ذَلِكَ فِي ذَلِكَ الْيَوْمِ خَاصَّةً وَيَفْعَلُهُ قَبْلَهُ أَوْ بَعْدَهُ لِكَيْ لَا يَكُونَ تَشْبِيهًا بِأُولَئِكَ الْقَوْمِ ، وَقَدْ قَالَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ } وَقَالَ فِي الْجَامِعِ الْأَصْغَرِ رَجُلٌ اشْتَرَى يَوْمَ النَّيْرُوزِ شَيْئًا يَشْتَرِيهِ الْكَفَرَةُ مِنْهُ وَهُوَ لَمْ يَكُنْ يَشْتَرِيهِ قَبْلَ ذَلِكَ إنْ أَرَادَ بِهِ تَعْظِيمَ ذَلِكَ الْيَوْمِ كَمَا تُعَظِّمُهُ الْمُشْرِكُونَ كَفَرَ ، وَإِنْ أَرَادَ الْأَكْلَ وَالشُّرْبَ وَالتَّنَعُّمَ لَا يَكْفُرُ . همدغه خبره علامه ابن عابدين هم په ردالمحتار کي هم ليکلي.

په فتاوى الإسلام سؤال وجواب 1 / 6111 د شيخ محمد المنجد کې هم ددي ورځي د لمانځلو په حرامت ډير دلائل وړاندي شوي.

د سعودي عربستان مفتي اعظم شيخ ابن جبرين ويلي: " لا يجوز الاحتفال بالأعياد المبتدعة كعيد الميلاد للنصارى ، وعيد النيروز والمهرجان ، ("اللؤلؤ المكين من فتاوى ابن جبرين" 27 (..

شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله خو په دي مسئله ډير تفصيلا ليکل کړي؛ فرمايي: إن اليومين الجاهليين لم يقرهما رسول الله صلى الله عليه وسلم، ولا تركهم يلعبون فيهما على العادة بل قال: (إن الله قد أبدلكم بهما يومين آخرين) والإبدال من الشيء يقتضي ترك المبدل منه؛ إذ لا يجمع بين البدل والمبدل منه؛ ولهذا لا تستعمل هذه العبارة إلا فيما ترك اجتماعهما… وأيضا فإن ذينك اليومين الجاهليين قد ماتا في الإسلام فلم يبق لهما أثر على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم ولا عهد خلفائه، ولو لم يكن قد نهى الناس عن اللعب فيهما ونحوه مما كانوا يفعلونه لكانوا قد بقوا على العادة؛ إذ العادات لا تغير إلا بمغير يزيلها لا سيما وطباع النساء والصبيان وكثير من الناس متشوقة إلى اليوم الذي يتخذونه عيدا للبطالة واللعب…. فعلم أن المانع القوي منه كان ثابتا وكل ما منع منه الرسول منعا قويا كان محرما؛ إذ لا يعني بالمحرم إلا هذا. وهذا أمر بين لا شبهة فيه فإن مثل ذينك العيدين لو عاد الناس إليهما بنوع ما مما كان يفعل فيهما إن رخص فيه كان مراغمة بينه وبين ما نهى عنه فهو المطلوب. [اقتضاء الصراط المستقيم 1/184-186].

د هيواد نامتو ليکوال او نوموړى او د ډيرو عقيدوي، فقهي ، اقتصادي، او سياسي کتابونو ليکونکي استاذ زاهدي احمدزي صاحب په دي موضوع د (( نوروز د مجوسيانو اختر دى )) په نامه مستقله رساله ليکلي.

 

په دې ورځ روژه نيول څه حکم لرې؟

 

مخکې ددي يادونه وشوه چې پدي ورځ هر داسې کار کول حرام دى چې په هغه سره ددي ورځې تعظيم او درناوى راځې.

څوک چې په دي ورځ روژه نيسې نو د اهل السنة والجماعة علماء پدي ورځ روژل نيول يې مکروه تحريمې او د مجوسو او شيعګانو سره مشابهت ګڼلې.

په مصنف ابن ابي شيبه کي راځي: عَنِ الْحَسَنِ ؛ أَنَّهُ سُئِلَ عَنْ صَوْمِ النَّيْرُوزِ ؟ فَكَرِهَهُ ، وَقَالَ : تُعَظِّمُونَهُ.

د حسن رحمه الله څخه د نوروز په ورځ د روژې نيولو د حکم پوښتنه وشوه نو هغه بده ( مکروه ) وګڼله او وېې ويل پدي سره د هغه تعظيم راځې( ابن ابي شيبه).

په يو بل روايت کي راځې : سُئِلَ الْحَسَنُ عَنْ صَوْمِ يَوْمِ النَّيْرُوزِ ؟ فَقَالَ : مَا لَكُمْ وَلِلنَّيْرُوزُ ؟ لاَ تَلْتَفِتُوا إلَيْهِ ، فَإِنَّمَا هُوَ لِلْعَجَمِ.

د حسن رحمه الله څخه د نوروز په ورځ د روژې نيولو د حکم پوښتنه وشوه نو هغه وفر مايل ستاسې د نوروز سره څه کار دى؟ نوروز ته هيڅ اهميت مه ورکوئ دا خو د عجمو( مجوسو د اختر ورځ ) ده.( مصنف ابن ابي شيبه).

په فتح القدير کي راځي: وَيُكْرَهُ صَوْمُ يَوْمِ النَّيْرُوزِ وَالْمِهْرَجَانِ لِأَنَّ فِيهِ تَعْظِيمَ أَيَّامٍ نُهِينَا عَنْ تَعْظِيمِهَا ، فَإِنْ وَافَقَ يَوْمًا كَانَ يَصُومُهُ فَلَا بَأْسَ بِهِ.

په بدائع الصنائع کي علامه کاساني ليکي:: وكذا – يعني يكره – صوم يوم النيروز والمهرجان، لأنه تشبه بالمجوس. ا.هـ.

په دي ورځ روژه نيول د شيعګانو کار دى، هغوي ته ددي ورځې تعظيم او درناوي د مجوسو څخه په ميراث کې پاته شوى نوځکه ددي ورځې تعظيم کوي:

شيعګان پدي ورځ روژه نيول مستحب ګڼې د شيعګانو مشر خميـني پدي ورځ غسل کول مستحب گڼي او پدي ورځ يي روژه نيول هم مستحب کړي [ وگوره دده کتاب تحرير الوسيلة ١١٨٨، ١٨٩، و جاء دور المجوس ٢١٥ مخ، أصول مذهب الشعية الإمامية الإثني عشرية عرض ونقد،للشيخ ناصر بن عبد الله بن علي القفاري،الموسوعة الميسرة في الأديان والمذاهب والأحزاب المعاصرة .

 

پاملرنه:

ځېني خلک وايي نوروز په افغانستان کې ډير د پخوا څخه لمانځل کيږي، دا زمونږ دود، تاريخ او کلتور دى، نو خپل تاريخ، کلتور وساتو!!.

ددي ددي خبري ځواب مولوي عبدالهادي حماد صاحب د نوروز په هلکه ليکلي شوي مضمون کي داسي ورکړى چې زه يي د معمولي تغير سره ستاسې مخې ته ږدم : ددي خلکو څخه پوښتنه داده چي كوم ادب وساتو؟ اسلامي ادب وساتو که تراسلام وړاندى ادب وساتو؟ اوكه ددواړو حالاتو ادب وساتو؟ كه مو اسلامي ادب هدف وي نو نوروز لمانځل خو اسلامي ادب نه دى بلكي دا مجوسيانو اتش پرستو او کافرانو ادب او کلتور دى چې د اسلام په راتګ سره منعه شوى لكه ددي حوالي مو د احاديثو، اثارو، تاريخ او فقهي له کتابونو در ته و ښودلي.

او كه ستاسي تراسلام وړاندي ادب مراد او غرض وي نو تراسلام وړاندي خو ږموږ نيکونو بتانو ته سجدې كولى بايد اوس يې هم وكړو ، تراسلام وړاندي خو موږ اسلام دين نه مانه بايد اوس يې هم نه ومنو او تر اسلام وړاندي خو موږ د مسلمانانو سره جنګيدو بايد اوس هم ورسره وجنګيږو.

او كه ستاسې د دواړو حالاتو ادب مرادوئ نو موږ ولى د كفري حالت ادب ژوندي كولو ته دومره ليواله يو او د اسلامي ادب پر ژوندي كولو باندي ټوله بنده خوله پاته يو. د بيلګي په ډول زموږ مشرانو لكه ميرويس خان نيكه او احمد شاه ابدالي لنګوټې تړلي اوږيري يې لرلى ولي داسى څوك نه شو پيدا؟ چي دا خبره وكړى چي لنګوټه او ږيره زموږ عنعنه اوكلچر دى بايد عملي يې كړو او وې لمانځو پرته لدې چي اسلامي ارزښت يې په نظر كي ونيسو ځكه دا خو زموږ كلچر هم دى. نومعلومه سوه چي دا كفري او شيطاني فكري جګړه ده غواړي چي لدې لاري يې د اسلام څخه ليري كړي او بيرته يې هغه كفري حالت ته ورټيل وهي اوبيا يې ترخپل ګورت لاندي راولي .

 

يادونه:

په پښتو کې د نوروز په هکله ځينو نورو ليکوالانو هم ليکل کړي چې نومونه يي په لاندي ډول دي:

محمدنبي شيرزاد، قاري حفیظ الدین قمري، محمد نسيم ((نعيم زى))، مولوي عبدالهادي حماد، شيخ القران والحديث احمدشاه حفظه الله، استاذ زاهدي احمد زى حفظه الله.

 

—————————————————————————————————————

[۱] (( وګورئ: كتاب التمسك بالسنن د امام ذهبي رحمه الله ، المعرب للجواليقي 340 ، حاشية على مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح، للعلامه الطحطاوي الحنفي )).

[۲] دارنګه وګوره: المختصر في أخبار البشر، بلوغ الارب للألوسي 1/348 ، موسوعة الأديان والمذاهب المعاصرة 1/415، رسالة "تشبه الخسيس بأهل الخميس" 46 مخ د امام ذهبي رحمه الله، عيد اليوبيل بدعة في الإسلام ، 15، شــرح الفقه الأكبر د ملا علي قاري 282 مخ ،مجلة الجامعة الإسلامية" 103- 104ګڼه، الإيضاح والتبيين لما وقع فيه الأكثرون من مشابهة المشركين،للعلامه التويجري، تاريخ اليعقوبي 1/174.

[۳] وګوره عون المعبود 3/485، مرقاة جلد٣٥٤٣، العقود الدرية السلطانية 32 مخ، فيض القدير د علامه مناوي، المرعاة شرح د مشکواة، اشعة اللمعات شرح د مشکوة١ ٦٤٣، اقتضاء الصراط المستقيم 1/184-186 د شيخ الاسلام ابن تيمية تفصيلاً.

[۴] وګوره : الأعلمي/ مقتبس الأثر: 29/202-203، المجلسي/ بحار الأنوار، باب عمل يوم النيروز: 98/419، وسائل الشيعة، باب استحباب صوم يوم النيروز والغسل فيه، ولبس أنظف الثياب والطيب: 7/346.

[۵] وگوره دده کتاب تحرير الوسيلة ١١٨٨، ١٨٩، و جاء دور المجوس ٢١٥ مخ، أصول مذهب الشعية الإمامية الإثني عشرية عرض ونقد،للشيخ ناصر بن عبد الله بن علي القفاري،الموسوعة الميسرة في الأديان والمذاهب والأحزاب المعاصرة

[۶] رواه البيهقي في سننه (9/234 بل چاپ ١٤ ١١٣، ٣٧٥) بإسناده عن البخاري ، كتاب الجزية ، باب كراهية الدخول على أهل الذمة في كنائسهم.

[۷] رواه البيهقي في سننه (9/235) كتاب الجزية ، باب كراهية الدخول على أهل الذمة في كنائسهم

[۸] دا رنګه وګوره: الطبقات السنية للتقي الغزي 1/343، تبيين الحقائق شرح د کنزالدقائق 6/228.، الجواهر المضية في طبقات الحنفية، مرقات شرح مشکوة د ملا على قاري ١٤ ٤٩١،شرح الفقه الأكبر د ملا علي قاري 282 مخ ، رسالة ألفاظ الكفر 43 ، 45 مخ ، البحر الرايق لابن نجيم 5/133 ، فتاوى البزازية 3/333 ، 334 العقود الدرية السلطانية فيما ينسب للأيام النيروزية لمحمد سلطان الخجندي الحنفي، وتاريخ الطبري 1/735 وتاريخ ابن الوردي 1/80 والكامل 1/125 وتاريخ ابن خلدون 2/147 .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *