دې ته وايي د استقلال د جشن لمانځل!!! —عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

دې ته وايي د استقلال د جشن لمانځل!!!

 

ليکوال: عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

د نړۍ په آزادو ملکونو کې دا دود دى چې هر کال د خپل هيواد د آزادې جشن په ډيرو شانداره مراسمو او ميلو سره لمانځي ددې مراسمو يوه مهمه برخه د حکومت لخوا د فوځي پريډ وړاندې کول وي، پدې ترڅ کې هر هيواد کوښښ کوي ترڅو خپل ټول عسکري او نظامي ځواک اوقوت خلکو ته وښيي ددې لپاره چې له يوه لوري خپل هيوادوال ډاډه کړي او د هغوى زړونو ته خوښي وبښي او بل لوري ته خپل دښمنان په خاص ډول کومو څخه يې چې آزادي اخستې وي، وويروي او خپل زور وروښيي.

طالبانو هم د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال لکه د نورو آزادو هيوادونو په څير له پرنګي استعمار څخه د هيواد د استقلال ورځ يانې د اسد اته ويشتمه تر څپلې وسې په شانداره رنګارنګ مراسمو او د پوځي پريډونو په وړاندې کولو سره لمانځله، چې تر ټولو ښه مراسم او منظم پوځي پريډ يې د اسلامي امارت د واکمنۍ په وروستي کال وه چې کيداى اکثرو هيوادوالو دغه مراسم په خپلو سترګو او يا د ويډيو له لارې ليدلي وي.

د ځينې سياسي شنونکو په اند د طالبانو لخوا د استقلال د جشن د لمانځلو همدا وروستي منظم مراسم يو له هغو ډيرو نورو اسبابو ځينې وه چې دوى ته يې د اسلام د دښمنانو توجه راواړوله، او هغوى يې پدې وپوهول چې طالبان که اوسمهال د نورو پرمختللو ملکونو په تناسب ډير بې وسي او کمزوري ښکاري خو په نږدې راتلونکي کې په يوه ستر نه خپليدونکي او نه ايليدونکي نظامي مسلمان ځواک بدليداى شي چې بيا به په نړۍ کې د يوه کافر خير هم نه وي، له همدې کبله د نړۍ کافران او د دوى تالي څټي مسلمانان په خپلو منځونو کې د سترو اختلافاتو سره سره ټول په يوه خوله او تر يوه بيرغ لاندې د طالبانو په وړاندې سره را ټول شول او هسې د يوې بهانې په اساس چې دوى پکې مدعيان هم وه او قاضيان هم، زمونږ په ګران هيواد يې د ټولو منل شوو اصولو په خلاف يرغل او تيرى وکړ.

د ټولو به هاغه مهال د امريکا هغه له غروره ډکه بي منطقه خبره په زړه وي چې ويل يې: مونږ له طالبانو څخه غواړو چې زر تر زره اسامه را وسپاري، خو پدې اړه له هغوى سره مستقيمې خبرې نه کوو، ځکه مونږه لا تر اوسه هغوى په رسميت نه پيژنو!!!

د صليبيانو تر يرغل او واکمنۍ وروسته بيا هم طالبانو د آزادۍ د جشن لمانځل له پامه ونه غورځول، بلکې هر کال يې د وخت د غوښتنو او شرايطو په پام کې نيولو سره په همدې ورځ د يرغلګرو په وړاندې د يولړ خاصو عملياتو په ترڅ کې د استقلال جشن لمانځلى دى.

د خندا خبره داده چې د هغو يرغلګرو چې له امريکا وروسته پکې دوهم ستر ځواک هماغه زمونږ د پلرونو او نيکونو دښمنان د برطانيې انګريزان دي، د دوى په لاس جوړې شوې د کابل بلواکې ادارې هم د استقلال جشن لمانځلو!!!

د همدغو انګريزانو په لاس او د دوى تر ساتنې لاندې جوړو شوو بنډاړونو کې به د کابل شرميدلو، بې سترګو، غلو او ډاکوانو څڼې پورته پورته غورځولې او په کمال د بې شرمۍ سره به يې د آزادۍ او خپلواکۍ خبرې زمزمه کولې، پداسې حال کې چې حتى د ستيج امنيت به هم هماغو انګريزانو ورته نيولى وه او برګې سترګې جګه غاړه به ورته ولاړ ول کومو څخه چې دوى د آزادې چيغې وهلې!

خو بيا هم زنده باد طالبان! په آزادۍ مين او د رښتينې خپلواکۍ رښتيني داعيان!

د طالبانو لخوا د استقلال د جشن يو وار تاريخي لمانځل درې کاله مخکې هغه مهال وه چې کله يې د خپلو درې تنو کوماندو فدايي ځواکونو په مټ د نړۍ د ٤٢ هيوادونو د يرغلګرو ځواکونو تر سرپرستۍ لاندې د کابل د تالي څټو لخوا له روسانو څخه د آزادې د ورځې اتم د ثور په مناسبت جوړ شوي غولوونکي او شرموونکي مراسم داسې ګډوډ کړل چې له مريانو او بادارانو څخه يې د تيښتې لار ورکه کړه او داسې شرمونکې او نه هيريدونکې منډه يې ورکړه چې په تاريخ کې يې سارى نه ليدل کيږي!

د کابل تالي څټي او ورسره يرغلګر ځواکونه يې داسې وترهول چې هيڅکله به بيا په ښکاره او برملا توګه د داسې غټو مراسمو د جوړولو هوډ ونکړي، او له همدې ډاره اوس په پټ ځاى کې او په پوره سري توګه د جشن د لمانځلو نمايشي غونډې جوړوي.

د کابل د ادارې په شان د يوې بلواکې شرميدلې ادارې له اړخه د آزادۍ جشن جوړول، او بيا پداسې حال کې چې د هماغو يرغلګرو په ګډون د ٤٢ هيوادونو له لوري هيواد عملا د اشغال په حالت کې قرار لري، پداسې شرايطو کې او د داسې ادارې لخوا او په دې ډول د آزادې جشن لمانځل په حقيقت کې د آزادۍ او خپلواکې په اړه د هيوادوالو په سترګو کې د خاورو شيندل دي، بلکې دا په حقيقت کې د نړې ولسونو ته د غيورو او په آزادۍ مينو افغانانو سپک، بې عقله، بې منطقه، او د خپلواکۍ له اصلي مفهوم او مانا سره نا آشنا معرفي کول دي.

پداسې حال کې چې د ٤٢ هيوادونو مسلح ځواکونو هيواد اشغال کړي وي او د نړۍ ټول ولسونه يې د سر په سترګو ګوري او بيا د کابل بې واکه اداره چې حتى په رسمي او نمايشي ډول هم د يوې ولسوالۍ واک په لاس کې نه درلود، چې پدې ورستيو کې د اوو ښارونو د واک نمايشي ليږدول يې ښه ثبوت دى، لدې ټولو سره بيا هم د همدې تالي څټو له لوري د آزادۍ جشن جوړول او د خپلواکۍ ډنډورې غږول چې د افغانانو سپکول او نړۍ ته له آزادۍ سره نابلده معرفي کول نه وي نور به څه وي؟!

دا چې طالبانو په پوره ميړانې سره د افغانانو د شرمولو د دغې لړې مخه ډب کړه، افغانان به هيڅکله د هغوى دغه ميړانه او سرښندنه هيره نه کړي او تل به پرې وياړي.

دا ده دا ځل هم طالبانو د خپلو څوتنو خاصو کوماندو سرښندونکو ځواکونو په مټ په پلازمينې کابل کې د پروان مينې په سيمه کې زمونږ د پلرونو او نيکونو د دښمنانو او اوسنيو يرغلګرو پرنګيانو په کلتوري مرکز باندې د يوه ولسوال سرښندونکي بريد په ترڅ کې يې د هيواد د استقلال جشن په پوره جوش او جذبې سره ولمانځلو.

طالبانو د دې اتلوال بريد په ترڅ کې ټولې هغه موخې ترلاسه کړې کومې چې په داسې ورځو کې د فوځي پريډونو د وړندې کولو تر شا پرتې وي.

له يوه لوري يې يرغلګرو پرنګيانو او د دوى رزيلو افغان ساتونکو ته په درنې مرګ ژوبلې اړولو سره د افغانانو زړونه خوشاله کړل، له بل لوري يې د پرنګيانو په شمول ټولو يرغلګرو ځواکونو ته خپل پوره قوت او ځواک وښود.

پداسې حال کې چې د کابل ښار د بهرنيو او کورنيو ځواکونو تر شديد امنيتي پوښښ لاندې وه، د امنيت، اردو، او پوليسو ټولې ادارې په خپل ټول ځواک سره په کار لګيا وې تر څو د خپلو تبليغاتي موخو لپاره اقلا د همدې يوې ورځې لپاره تنها د کابل ښار امنيت پوره خوندي کړي او د مجاهدينو د بريدونو مخه ونيسي، خو د دوى ددې ټولو هلو څلو سره سره بيا هم د طالبانو له لوري د دې ورځې په مناسبت په خاص دښمن او پداسې حساس ځاى کې داسې غټ بريد او څو ساعته ولسوالې جګړې کولو ټولو يرغلګرو ته دا وښوده چې طالبان اوس يو نه ايليدونکى، او د بري په درشل ولاړ ستر قوت دى چې نور د دوى په وړاندې مقاومت کول او له صحنې څخه د دوى د ليرې کولو خوبونه ليدل هسې د ځان ورکاوى ده او بس.

د دغو په آزادۍ مينو سرښندونکو اتلانو دې کاميابه بريد افغانانو ورونو ته هم دا وښوده چې طالبان د دې وطن اصلي بچيان او د خپلواکۍ رښتيني مدعيان دي، چې پدې لاره کې د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره يواځې ويريږي نه، بلکې افتخار او وياړ پرې کوي.

يو ځل په اخلاص سره ټول هغو سرښندونکو مجاهدينو ته چې پدې ورځ يې د الله په لاره کې خپل سرونه وښندل دعا وکړئ چې الله پاک يې د بدر له شهيدانو سره يوځاى حشر کړي او په جنت الفردوس کې ورته لوړ لوړ مقامونه او عالي درجات ورکړي، او الله پاک د دوى کورنيو ته جميل صبر، عظيم اجر، ښه عوضونه او نيکې بدلې ورکړي.

په پاى کې د طالبانو د دې فداکاريو په پام کې نيولو سره، په پوره جرات ، په ډکه خوله، واز کومي، لوړ آواز، په پوره غرور او دبدبې سره ويلاى شو چې ژوندي او بريالي دې وي د وطن سرښندونکي ميړني او توريالي بچيان، د هيواد د خپلواکۍ اصلي غوښتونکي طالبان!!!

په هيواد کې د صليبي ښکيلاک د بشپرې ماتې او له دوى څخه د استقلال د يوه سرتاسري ستر جشن د لمانځلو په هيله

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *