امریکا ولی جنګ رانیسی ؟ — نثار احمد صمد

 

 

امریکا ولی جنګ رانیسی ؟

 

که د امریکا معاصر تاریخ مختصرأ ولولو، نو د څو لاندنیو عمده حقایقو سره به مخامخ سو:                            

لومړی –  تاریخ ښودلې چی امریکا هیڅکله هم په داسی جګړه کی برخه نه ده اخیستې چی په وړاندی یی برابر یا معادل غلیم درېدلی وي. که وی نو هغه تر پرله پسې کمزوره کېدو یا استهلاک وروسته پخپله د امریکا لخوا د ځان په وړاندی درول سویً دﺉ. لکه څنګه چی په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کی امریکا هله جنګ ته ور شامله سوه چی جرمنی او ملګري یی ښه کمزوره او استهلاک سول.

دوهم –  تاریخ ثابته کړې چی امریکا هیڅکله هم په آرامو شرایطو کی یو رښتیانی او باالقوه حریف نه دﺉ لرلی . ځکه شوروی اتحاد د خپل اوج پر مهال ځوانیمرګ سو.

درېیم –  امریکا تر ننه هم هیڅ کومه جګړه نه ده بایللې، بلکی په هر جنګ چی وررګډ سوﺉ نو مؤفق ترې راوتلی دﺉ چی علت یی پورته ذکر سو.

څلورم –  امریکا هیڅکله هم د کوم بهرني یرغل یا داخلی تلفاتو او تباهیو سره نه ده مخامخ سوې . ځکه  د جغرافیوی پلوه هغه په یوه لیري او ګوښه سیمه کی موقعیت لری، حال داچی لومړنۍ او دوهمی نړیوالی جګړې ټوله اروپا د اور په لمبو کی سوځوله خو امریکې یی ننداره کوله. همدا علت دﺉ چی د اروپا مشهور ساینس پوهان او لوی پانګوال مسلسل امریکې ته ور کوچېدل او په دې ډول امریکا د نړۍ ژغورلی او محفوظ هیواد او پرمختللی ځواک سو.

که د امریکا دا ستر امتیازات له بلي زاویی څخه هم وڅېړو، نو لاندیني څلور عمده حقایق به ومومو:

الف –  امریکا نن د نړۍ تر ټولو بریمن او غوړېدلیً هیواد دﺉ ،

ب –  امریکا د نفوسو له مخی د نړۍ درېیم لوی هیواد دﺉ ،

ج –  امریکا نن د نړۍ تر ټولو ستر پوځی طاقت دﺉ ،

د    امریکا د ختیځ او لویدیځ لخوا  دوو لویو سمندرونوله هر ډول بهرني یرغل نه ژغورلې ده ،

نو دا چی امریکا په ختیځ کی د اتلانتیک او په لویدیځ کی د پاسفیک سمندرونو د څه ناڅه شپږ زره کیلو مترو په اوږدوالي احاطه کړې او ساتلې ده، او یوازی د دوو ګاونډیو یعنی په شمال کی د کاناډا او په جنوب کی هم د مکسیکو سره پوله لري، نو ځکه په نړۍ کی هیڅ کوم هیواد هم له نږدې حمله نسی پر کولای او نه یی هم نیولای سی. د نړۍ په ګوښه مګر ښېرازه کونج کی د امریکا دغه طبیعی او ستراتیژیک موقعیت نوموړي هیواد ته داسی تلپاته امتیازونه ور په برخه کړي چی په صرف یوه پیړۍ کی یی د ټولی نړۍ په ټاپی کی ودراوه.

 

څنګه چی د امریکا حکومت هر کال په بلیونونو ډالره مالیه اخلی او د دې ستر مالی عاید زیاته برخه تر اړتیا وو اضافه کیږی، نو ځکه هغه پوځی برخی ته ور انتقالوی. خو د شوروي تر مړینی او د « تروریزم! » تر زوکړي وروسته د دې کار لپاره یوازینیً « مشروع » دلیل هماغه د کوم تهدید ایجادول، غټول او خطرناک ښودل دﺉ .

که پورتني څو ټکی مدنظر ونیسو نو معلومه به سی چی د امریکا اکثریت وګړو ته د سمندرونو څخه آخوا نړۍ تیاره، مبهمه، خورا لیری او نا معلومه غوندی ښودل سوې ده. ځکه نو کله چی د دوی سیاسی مشران امریکایانو ته د نړۍ له لیری ګوټ نه د کوم « تهدید » خبره کوي نو امریکایان هغه نه امتحانوي بلکی بیله دلیله یی مني او دا هغه مشکل دﺉ چی مشکل نور هم پسی مشکلتر کوي. مګر هر څه چی کیږی، واشنګټن پکښی ګټمن دﺉ او د چا هیڅ پروا هم نلري.

 

امریکا تر ۱۹۴۵ پوری په برتانیه، فرانسه، جرمنی، ایټالیا، جاپان او کوریا کی پوځونه واچول او خپل ستر مالی عایدات یی همالته مصرفول. دا بهر ته د امریکایی پوځیانو د ورتګ او استقرار لومړنیً پړاو دﺉ. دوهم پړاو یی جنګ او پوځی اشغال دﺉ. لکه څنګه چی امریکا په دوهمه نړیواله جګړه کی ماتو سوو دښمنانو ته وفهمول چی هغوی باید د امریکایی پوځ دایمی استقرار یعنی پوځی اډې ومني. په ۱۹۵۰ کلونو کی د کوریا جګړې دا پلمه په لاس ورکړه چی د ټاپو وزمی په جنوب کی خپل پوځیان واچوي. بس له همدې ځایه د بهرني استقرار کیفیت له یو حالته بل حالت ته بدلون مومي. هغه داسی چی تر دې مهاله دغه خارجی استقرار د سترو مالیو د مصرف لپاره و، خو تر دې وروسته خبره د کمپنیو او لویو شرکتونو ګټو ته واوښته یعنی د « پوځی- صنعتی ترکیب » لخوا غېږ پر راوګرځول سوه . هو ،  سمدلاسه یی خپل پوځونه په تقریبأ ټوله غربی اروپا ، جاپان ، جنوبی کوریا او نورو کی مستقر کړل چی څو لسیزی وروسته نن دادﺉ په بهر ( یعنی په دې لیری، مبهمه، تیاره او پیکه دنیا!) کی د امریکایی پوځی اډو شمیر تر ۷۰۰ هم واوښت چی څه باندی دوه نیم لکه امریکایی پوځیان پکښی ځای پر ځای دي .

ځکه نو،  د دې پر ځای چی په ۱۹۹۱ کی د شوروی اتحاد په مړینه سره :

الف –  امریکا ته تهدید ختم سوﺉ وای ،

ب –  خپل پوځیان یی په بهرکی لږ کړي یا راغوښتي وای ،

ج –  پوځی بودجه یی راټیټه کړې وای ،

د    یرغلیزه او مداخله ګره تګ لاره یی نرمه یا تعدیل کړې وای ،

برعکس دا ټول یی نور هم ډېر او پراخ کړل او د مالیی نوره زیاته برخه یی هم پوځ ته پسی ور انتقال کړه او پدې توګه یی د نورو پرمختیایی څانګو ( لکه روغتیا، تعلیم او نورو) حق په دفاع وزارت او سی آی اې باندی وخوړ.

 

مهمه لا دا چی کله شوروی اتحاد لا ژوندی او ډیر فعال و، بیا هم هغه نسو کولای چی پر امریکې یی حمله کړې وای او نه یی هم پنځه- شپږ زره کیلو متره واټن وهلی سو. هغه څه چی یی کولای سو فقط راکټی حملې وې چی ممکن څو امریکایی ښارونه یی ویشتلي وای حال دا چی امریکایی پوځ او نظامی اډې د مار غوندی پر شوروی اتحاد باندی را تاو سوي وو او په یوه ږغ سره یی ټول شوروی لوټی لوټی کولای سو. وګوری په جنوبی کوریا کی یی ولی په لس ګونو زره پوځیان اچولی وو؟ جنوبی کوریا د نړۍ دوولسم ستر اقتصاد لری حال داچی شمالی کوریا د فقر او غربت شپې سبا کوي. نو څنګه به هغه پر دغه لوی اقتصاد لرونکي هیواد حمله کولی سوه؟ په همدې ترتیب، همدا نن نه چین، نه روسیه، نه شمالی کوریا او نه هم ایران یا کوم بل هیواد امریکا ته هیڅ ډول خطر یا تهدید نه دﺉ او نه یی هم څه په وس ور سره پوره دي ، مګر امریکا هر کال خپله پوځی بودجه ډېروي او په نغدو روپیو سره جګړې رانیسی .

 

نن امریکایی نظام پر « تهدید » ، « امنیت » ، « تروریزم » او « بنسټ پالنه » باندی متمرکز دﺉ . دا ټول عمدتأ پر دوو برخو وېشل کیږی: لومړی- احساسی یا احتمالی ، او دوهم- رښتیانی یا عینی . خو تر کومه ځایه چی معلومه او ثابته ده ، حالت دوهمي ( یعنی رښتیانی ) ته هیڅ هم نه دﺉ رسېدلی مګر واشنګټن د همدې حالت تبلیغ کوي.

 دا نن یو تریخ حقیقت دﺉ چی پوځی طاقت په امریکا کی هغسی برلاسیً او نافذ عمل کونکیً دﺉ لکه په آسیا- افریقا کی چی مذهب دﺉ . پنتاګون د دې « مذهب» درمسال یا کلیسا ده چی ټول اسقفان او پادریان له هغه ځایه عمل کوی او خلک هم مجبوروي چی طواف پر وکړی، دا ځکه چی د تهدید ، امنیت ، تروریزم او بنسټ پالني تبلیغات دومره ډېر ورته کوي چی ټول یی روحأ متأثره کړي دي او دا هر څه نن د ارواحو قصې ګرځېدلي چی هر امریکایی د شپې باید په بستر کی وبېروي . که دغسی ونکړي نو خپله پوځی بودجه نسی زیاتولای، که پوځی بودجه زیاته نکړي نو ستر صنعتی- پوځی پانګوال به مادی او مالی ګټی له لاسه ورکړی او پدې ډول به سپینه ماڼۍ او پنتاګون خپل ماهیت او جوهر هم وبایلی .

 

امریکا نن د ټولی نړۍ نیمایی پوځی لګښت په یوازی سر کوي. د ۲۰۰۸ کال لپاره د ټولی نړۍ پوځی لګښت (۱۱۰۰) بلیونه ډالره دﺉ چی پدې کی ( ۶۲۳ ) بلیونه ډالره د امریکا او ( ۵۰۰ ) بلیونه ډالره هم د متباقی نړۍ مجموعی پوځی لګښت دﺉ ( البته لدې ۶۲۳ بلیونو ډالرو  څخه ۱۵۰- ۲۰۰ بلیونه ډالره د عراق او افغانستان جنګونو ته ځی ) . د چین پوځی بودجه ( ۶۵ ) بلیونه ډالره او د روسیې دا هم ( ۵۰ ) بلیونه ډالره ده. البته امریکا  د چین یعنی دوهم ورپسې هیواد تر پوځی مصارفو تقریبأ لس چنده زیات مصرف کوي .

دا نن تر لمر سپینه او عملأ په اثبات رسېدلې ده چی د امریکا دولت یو جګړه مار یا ملیټاریسټی دولت دﺉ ځکه پوځی بودجه یی نوری عام المنفعه بودجې خوری او په دنیا کی د جنګ جوړولو او پوځی یرغلونو منشأ دﺉ . وګوری همدا سږ کال د امریکا ټوله بودجه ( ۹۳۰ ) بلیونه ډالره ده چی له دې جملې نه پوځی بودجه ( ۵۱٫۸٪) ، تعلیمی بودجه ( ۶٫۳٪ ) ، او روغتیایی بودجه هم ( ۵٫۶٪ ) ده. آیا ملیټاریسټی دولت لا تور وی که سپین چی جنګ په پیسو رانیسی؟ مهمه لا دا چی د امریکا پوځی بودجه د « خبیثو!» دولتونو ( لکه کیوبا، ایران، لیبیا،شمالی کوریا، سوډان او سوریی ) تر مجموعی پوځی مصرف ( چی جمعأ ۱۴٫۶ بلیونه ډالره کیږی ) ۲۹ ځله زیاته ده . نوموړي شپږ دښمن دولتونه او روسیه+ چین مجموعأ ( ۱۳۰ ) بلیونه ډالره پوځی مصرف لری، چی بیا هم دا  د امریکې د پوځی مصرف صرف ( ۲۷٪ ) کیږی.

فلهذا، ویلی سو چی امریکا هغه نړیواله امپراتوري ده چی پرله پسې د جنګ په حال کی ده او ( د دونه ستر پوځی لګښت سره سره ) هیڅ نه بېغمه کیږی. همدا علت دﺉ چی په امریکایی سیاست کی د « سولی د مهال» او «جګړې د مهال » تر منځ کوم واټن وجود نلری. امریکا ځان د « جنګی کلتور» آشنا څه چی د بستر ملګرﺉ کړﺉ دﺉ. امریکا په نړۍ کی عملأ د بل هر هیواد په مقایسه د لږ تهدید ، جنګی تهدید ، یرغلیز تهدید یا حقیقی تهدید سره مخامخ ده ( چی علتونه یی مخکی ذکرسول ). مګر د جنګ او جنګی بودجې د مسلسل زیاتوالی په ناروغی مبتلا دی او دا هغه بنسټیزه ډبره ده چی واشنګټن خپله بهرنۍ تګلاره او نړیواله ستراتیژی ورباندی درولې ده.

مشهور امریکایی څېړاند چارلی ریس لیکی چی « د ۱۹۴۵ راهیسی هیڅ کوم هیواد زموږ پر ضد جنګ نه دﺉ اعلان کړی مګر موږ د ډیرو هیوادو سره جنګونه کړي دي. له همدې امله تر دې کال وروسته زموږ ټوله جنګونه د آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره نه بلکی د پانګوالود ګټی په خاطر دي او زموږ هرڅومره عسکر چی وژل سوي هغوی د امریکا د بقأ په خاطر نه بلکی د سپینی ماڼۍ د هوسونو او جاه طلبیو قربانی سوي دي . موږ د کوریا ، ویتنام ، لبنان هر یو په کورنیو جګړو کی ور ګډ سوي یو. په لس ګونو هغه دولتونه او مشران مو بېواکه کړي چی زموږ د مشرانو خوښ نه وو لکه پاناما ، ګرینادا ، افغانستان او عراق .»

خو علایم ښییً چی د جګړې جوړل ، د جګړې رانیول او د جګړې دایمی ساتل په آینده کی هم د واشنګټن اصلی کړنلاره جوړوي. د جمهوری ریاست کاندید « جان مک کېن »  د تروریزم سره د جنګ په هکله داسی وویل « دا سخت جنګ دﺉ. دا به ژر ختم نه سی. بلکی نوری جګړې به هم منځته راځي ….. زه بخښنه غواړم چی دا درته وایم چی نور جنګونه به هم ورپسی راځی . موږ به هیڅ صرفنظر ونکړو خو نوری جګړې به کیږی ….. »

فلهذا، داچی امریکا د وو سمندرونو د نوری نړۍ څخه لیری ساتلې ده ، تر ټولی نړۍ زیات دولت او مالیه لری ، تر ټولی نړۍ زیاته پوځی بودجه لری او په ټوله نړۍ کی څه باندی ۷۰۰ پوځی اډې لری ، نو تل به خپل ستر مبلغونه په دغو پوځی اډو کی مصرفوي ، جنګونه به پېښوی ، پوځی سوقیات به کوی ، پوځی حملې به کوی ، هیوادونه به اشغالوی ، وژنی به کوی ، وینی به تویوي او ګوډاګي رژیمونه به تولید او نصبوی . دا چی څه کیږی او څوک مري ، دا د واشنګټن مشکل نه بلکی د مقابل لوري مشکل دﺉ چی ولی د یوازینی ستر ځواک د امر اطاعت ته سجده نه کوی . همدا علت دﺉ چی جان مک کېن « حق!» لری چی ووایی موږ به په آینده کی نوری جګړې هم ولرو! خو باید ورته وویل سی چی : اللهم اشفل الظالمین باالظالمین (آمین) . والسلام ،  نثار احمد صمد

 

nsamad57@hotmail.com

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *